کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني: افغانستان باید سیاسي او په ځانګړې توګه اسلامي اجماع ولري

جمهور رئیس غني: افغانستان باید سیاسي او په ځانګړې توګه اسلامي اجماع ولري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې وروسته له یو شمېر دیني عالمانو، د ملي شورا له ځینو غړو، سیاسیونو او قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني یو ځل بیا په لوګر او کابل ښار کې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل او د دغو بریدونو شهیدانو ته یې دعا وکړه.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، اوس چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر تائید شوی دی، دې ته اړتیا ده چې دیني عالمان د افغانستان خلکو ته په واضح ډول دا روښانه کړي چې ولي افغانانو ته دروغ ویل شوي، د چا له نوم څخه په استفادې سره د افغانستان د خلکو دښمنانو خلک وینې تویولو ته هڅولي دي او له کومې پتې څخه یې د افغانستان خلک ورور وژنې او مسلمان وژني ته سوق کړي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد له دیني عالمانو څخه قدرداني وکړله چې په بحراني شرایطو کې یې تل د اسلام د مبین دین څراغ روښانه او د ټولني قوام یې ساتلی دی.

جمهور رئیس غني وویل چې موږ د تاریخ په اوږدوکې کمزوري دولتونه لرل خو د دیني عالمانو، د صوفیانه طریقو او د جهادي مشرانو قوي بنسټونه مو درلودل چې تل یې د قرباني او وطن پالنې په لوړه روحیه خپل هېواد ساتلی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې د هېوا په اوسنیو شرایطو کې دې ته اړتیا ده چې افغانستان یوه سیاسي او په ځانګړې توګه اسلامي اجماع ولري او په هغې کې دیني عالمان، قومي مشران او د ټولنې ټول مخور کسان برخه واخلي.

محمداشرف غني څرګنده کړه چې زه ولسمشر نه، بلکې د افغانستان د خلکو لومړی خدمتګار یم او هغه طریقه چې د لا ښه خدمت لپاره خلفای راشدینو رامنځته کړې ده، دغه اصل باید موږ بیا را ژوندی کړو او غوښتنه مې دا ده چې په اوسني حالت کې ټول دیني عالمان سره راټول شي او په یو واحد غږ د افغانستان راتلونکی لوری وټاکي.

محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې د سولې د ټینګښت لپاره باید د افغانستان له هر جومات، منبر، مدرسي، ښوونځي او دیرې څخه غږ پورته شي. ده وویل اوس د دې اړتیا ده چې یو څرګند تفکیک رامنځته شي او هغه کسان زموږ ټولنه کې په ګوته شي چې د پټو لاسونو په لارښوونه افغانان وژني او له دې لارې پردیو ته خدمت کوي.

جمهور رئیس غني د سعودي عربستان په یوه جومات کې پرونۍ چاودنې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې اوس اسلامي نړۍ هره ورځ په غم کې ده، له دې امله اړینه ده چې موږ یو بل ته سره لاسونه ورکړو او په بنیادي ډول د دغې اسلام وژنې مخ ونیسو.#