کور / تازه خبرونه / افغان سفير له مولاناسميع الحق سره وکتل

افغان سفير له مولاناسميع الحق سره وکتل

پېښور : دامريکاغږ ډيوې راډيو دخبرله له مخې په اسلام اباد کې افغان سفير جانان موسي زي دپاکستان د جمعيت علمااسلام (س) څانگي له مشرمولاناسميع الحق سره د ليدو لپاره داکوړي خټک حقانيه دارالعلوم ته ورغلى اوترې يې غوښتنه کړي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته يوځل بيا چمتوکړي د مولانا سمیع الحق زوى منلې ده چې د افغان سفیر په مشرۍ حقانيه مدرسې ته ورغلي دافغان حکومت پلاوي اود مولانا سميع الحق ترمینځ د شنبې په سهار لس بجې لیدنه پیل شوې چې له پینځوؤ ساعتو څخه ډيره راونه وه