کور / تازه خبرونه / زابل: دپوهنې په پیسو وسله وال جنګ کوي

زابل: دپوهنې په پیسو وسله وال جنګ کوي

د زابل د پوهني ریاست څخه د فساد ترڅنګ وسله والو ته د معلمینو نمايي معاشونو د ورکړي موضوع څو ځله وړاندي هم راپورته سوي خو لا دا ستونزه پر خپل ځاي پاته ده.
تازه راپورنه وايي، چي ددي ولایت د پوهني ریاست د معلمینو معاشونو وسله والو طالبانو ته ورکول کیږ او هغوي د جنګ لپاره پرې وسلي را نیسي.
د زابل د شاهجوۍ امنیه قوماندان محمد الله وايي په دې ولسوالۍ د ۳۷ بابه ښوننځيو څخه یې یوازي ۷ فعاله او د نورو ښونځيو پیسې طالبانو ته ورکول کیږي او هغوي ددولتي ځواکونو د وژلو په موخه پرې وسلي را نیسي.
نوموړي وايي په دې ولسوالۍ کي په یوشمیر سیمو کي دولت حاکمیت نه لري د خو د ښونځيو پیسی يي را ایستل کیږي.

د زابل د ولایتي شورا غړي داود ګلزار هم وايي د پوهني په ریاست کي پراخ فساد روان دي او که يې دولت مخه ونه نیسي نو دغه اداره د به د طالبانو په تمویلونکي مرکز بدله سي.

د شاه جوۍ قومي مشران هم دیوې غونډي پرمهال وايي د پوهني ریاست په نامه چي وزارت کوم تخصص دغه ولایت ته ځانګړی کړی هغه د پوهني چارواکي او طالبانو په خپلو کي سره جلا کوي.

خو دپوهني رئیس رحیم الله لودین په دي اړه د خبرو کولو څخه ډډه کوي.

بلخوا د زابل والي وايي د دې موضوع به په جدې توګه پلټه کوي او د شاهجوي د خلکو ماشومانو ته به د زده کړي زمینه برابروي.

زابل په سهیل کي هغه ولایت دي چی اوس يي هم ښونیز بهیر پیکه او د خلکو ماشومانو ته درسي چاپیریال نه دي برابر سوی.