کور / خبرتیا او پيغامونه / د پېژند پاڼو يا تذکرې اړوند د ولسمشر پيغام

د پېژند پاڼو يا تذکرې اړوند د ولسمشر پيغام

د پېژند پاڼو يا تابعيت تذکرو اړوند د يو لړ ژورو اندېښنو په ځواب کې چې د افغان ملي غورځنګ، ملي ثبات ټولنې، سمون سياسي خوځښت، عدالت ګوند، اسلامي حزب او ګڼ شمېر نورو مدني بنسټونو، قومي شوراګانو او د ځوانانو ټولنو د يوه پلاوې له خوا د ولسمشر په آدرس مطرح شوې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو استازو له لارې ډاډ راکړ، چې د خپلو پخوانيو ژمنو پر بنسټ به د تذکرو په قانون کې بدلون راځي، د افغان کلمه به په پېژندپاڼو کې ليکل کېږي او د تذکرو د وېش لپاره به مستقله او د باور وړ اداره جوړېږي. ولسمشر دا خبره په کلکه رد کړه، چې د زمري په ۲۸ به د تذکرو د وېش لړۍ پيلېږي.

موږ د دې تر څنګ چې د اوس لپاره د ولسمشر د پيغام پر بنسټ خپل اعتراضي غبرګون دروو، له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوو چې د ستونزو تر بشپړ اواري پورې ويښ اوسي او که چېرې ولسمشر د ملي هويت او ملی يووالي د مخالفينو تر فشار لاندې له خپلو ژمنو مخ اړوي، موږ بايد د پراخو اعتراضونو چمتووالی ولرو او له خپل ملي هويت او ملي ګټو څخه په کلکه دفاع وکړو.

په ډېر درنښت

له ملي ارزښتونو څخه د ټولو افغانانو د دفاع ګډ سنګر