کور / تازه خبرونه / د ښاروالۍ اوونيزه غونډه جوړه سوه

د ښاروالۍ اوونيزه غونډه جوړه سوه

دکندهارښاروالۍ اووه نیزه ا داري غونډه نن دکندهارښاروال محمدعمر((عمر))ترمشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي دښاریانو دغوښتنوترڅنګ نور مهم موضوعات بحث سول .
اداري مجلس پرلاندي موضوعاتو فیصلې وکړې.

اول:ـ دهبیتاتو دپروژو اړوند دهبیتاتو موسیسې ساختماني انجینر ته دنده وسپار ل سول ترڅو خپل دنووپیلېدونکو پروژو لیست ژر تر ژره چمتو کړي او دښاروالۍ مقام ته یي وړاندي کړي او ترڅنګ یي داولس ونډه په منظمه توګه پکښي مشخصه کړي اودمربوطه ناحیو سره یي وخت پروخت شریکه کړي .

دوهم:ـ داچي دشهر په نامه نوي موسیسې خپل فعالیتونه نوي پیل کړي دي دشهر موسیسې داستازي ترخبرو وروسته کوم چي خپل فعالیتونه یي دښاروالۍ اداري مجلس ته بیان کړه اداري مجلس تصمیم ونیوی چي د ظرفیت لوړوني ، دمالي سیسټم تقویه کیدل اودثبت اوراجستر په برخه کي دي دښاروالۍ سره همکاره سي .

دریم:ـ د ټولوناحیو مدیرانوته دنده وسپارل سول چي پخپلو مربوطه ناحیو کښي دي داملاکو دفتر ته جدي توجع وکړي اودخلګوداملاکو ثبت دي په منظمه توګه شروع کړي اویوه پلاوي ته دنده وسپارل سول چي ټوله ناحې دي ارزیابي کړي ترڅو مکافات اومجازات سوي وي همدارنګه دمجلس مشرتابه دتنظیف او سرسبزي لپاره ځانګړي کمیټې ته لاښوونه وکړه چي دخپلي ارزیابۍ پرمهال دي هغه ناحې په ګوته کړي کوم چي په کښته کټګورۍ کي وي او کارونه یي کمزوري وي ترڅو ورسره قانوني کړنه وسي .

څلورم:ـ دعوایدو پرراټولېدو باندي مفصلي خبري وسوې چي مجلس تصمیم ونیوي چي دښاروالۍ دمراقبت مدیریت اومربوطه ناحې دي په ګډه دښار ټول کسبه کاران دې ته وهڅوي ترڅو خپل کاري جوازونه دښاروالۍ څخه ترلاسه کړي او پروخت مالیه تحویل کړي .
پنځم:ـ ټولو ناحیوته دنده وسپار ل سول چي درواني اوونۍ تر پایه دي خپل دتنظیف راپور دښاروالۍ مقام ته وړاندي کړي اوهمدارنګه دساختمانۍ مدیریت ته په روانو پروژو کي لازمي سپارښتني وسوې او بلااخره غرمه مهال یاده اداري غونډه پای ته ورسیدل .