کور / تازه خبرونه / د خپلواکۍ د ورځي لمانځلو له پاره مو کلک تدابير نيولي

د خپلواکۍ د ورځي لمانځلو له پاره مو کلک تدابير نيولي

د میدان وردګو ولایت نظامي شورا د یوې غونډې په ترڅ کې خبر ورکړ،چې د افغانستان خپلواکۍ ۹۶ کلیزې د نمانځلو په موخه یې په ټولو هغو سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي،په کومو سیمو کې چې دغه ورځ نمانځل کیږي .
د دغه ولایت د والي ښاغلي حیات الله حیات په مشرۍ په جوړه شوې نظامي غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د دغه ورځې د نمانځلو په موخه به ټولې امنیتي
ارګانونه په پوره توان سره د سیمو د امنیت ساتلو هڅه وکړي .
ښاغلي حیات همدا راز وویل د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ مې کلیزې په ویاړ به هغه سرتېرې،چې په دغه ولایت کې د دندې پر مهال له ځانه پوره وړتیا
ښودلې وي،وستایي .
دا په داسې حال کې ده،چې په میدان وردګو ولایت کې د مګړۍ د هېواد د خپلواکۍ ۹۶ مې کلیزې د نمانځلو په موخه جدي تدابیر روان دي