کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريدګر د پنجاب داخله وزير او ورسره ۱۹کسان ووژل

ځانمرګي بريدګر د پنجاب داخله وزير او ورسره ۱۹کسان ووژل

يوه ځانمرګي بريدګر نن ماځيګر د پنجاب صوبې د اټک ولسوالۍ په گاؤں شادی خان کلي کي د پنجاب صوبې د کورنيو چارو پر وزير کرنيل شجاع خانزاده مخامخ خپل ځان پټاو کړ او هغه يې وواژاه.
د راپورونو له مخي دوهم ځانمرګي بريدګر د هغه پر ساتونکو چاودنه وکړه چي ١٩ کسه يې ووژل او يو شمير نور زخميان سول.

د لومړنيو مالوماتو پر اساس چاودني په هغه غونډه کي رامنځته سوې چي زيات شمېر کسانو برخه پکښي اخستې وه.

د بريدونو سره سم هغه ودانۍ چي غونډي پکښي کېدله هم رانړېدلې ده چي يو شمېر مړي او زخميان تر ناوخته پوري تر خاورو لرګيو لاندي سويدي.

د پنجاب د کورنيو چارو پر وزير په داسي وخت کي مرګوني بريدونه وسول چي پاکستان د ای ايس ای د پخواني مشر جنرال حميدګل جنازه لا خاورو ته نه ده سپارلې.