کور / تازه خبرونه / د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخستلو د ورځې لمانځنه باید وشي

د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخستلو د ورځې لمانځنه باید وشي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډيره له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د بیا اخیستو شپږ نویمې کلیزې او له پاکستان سره د اړیکو وضعیت ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په شلمه پيړۍ کې افغانانو دوه لویو امپراطوریو ته ماته ورکړې، خو په تیرو شااوخوا څلورو لسیزو کې افغانان ډیر وځپل شول.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغان ملت حماسه او جهاد د هغو کسانو له خوا بدنام شو چې خپله یې په حماسو او جهاد کې برخه اخیستې وه.

اصلاحات:

اصلاحات ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخستلو د ورځې لمانځنه باید وشي.

په سرمقاله کې راغلي، اساسي پوښتنه دا ده چې زموږ د دولت چارواکي دا مهال څومره د سیاسي خپلواکي په فکر کې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلواکۍ د اخیستو په اړه خپله سرمقاله کې لیکلي چې اوس هم افغان ولس د وخت له ښکیلاک ګرو سره لاس او ګریوان دی او د خپلواکۍ له نعمت څخه محروم دي.

د ورځپاڼې په باور، خلک د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې لمانځي چې لاهم د هېواد په ګوډ ګوډ کې په یوه او بل نوم د افغانانو وینې توییږي.

صدای مردم:

صدای مردم ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان اړیکو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ولې اسلام آباد له کابل سره نه دی.

په سرمقاله کې راغلي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې او ان دا چې د کابل د علماوو شورا د پاکستان په وړاندې د جهاد اعلان وکړ.

په سرمقاله کې راغلي له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ د دوام یوازنی لامل دا دی چې د هغه هېواد پوځ نه غواړي په افغانستان کې با ثباته حکومت او نظام وي.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان په اړه د پاکستان همکاري هیڅکله د زړه له تله نه وي او کومې څرګندونې چې د پاکستان چارواکي له افغانستان سره د همکارۍ په اړه کوي، ستړي کوونکي نمایشونه دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د یو شمېرمعترضه افغانانو خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، افغانستان باید له پاکستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.