کور / تازه خبرونه / په پېښور کې ۱۳ افغان کډوال نيول شوي”

په پېښور کې ۱۳ افغان کډوال نيول شوي”

پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې چارواکي وايي د خيبر پښتونخوا، بنو کې د نامعلومو وسله والو له خوا ډزو کې يو پوليس وژل شوی دی.بل خوا پاکستاني پوليسو په پېښور کې ‍۱۳ افغان کډوال نیولي دي.د پوليسو پر وينا بنو کې يو پوليس چې له خپلې دندې وروسته د تېل منډي په يوه هوټل کې ناست و، پر موټرسايکل سپرو کسانو پرې ډزې کړې دي.په بريد کې د پوليسو کارکوونکي صوبدار خان وژل شوی، چارواکي وايي د وژل شوي پوليس دښمني هم وه، خو تر اوسه نه ده روښانه چې دا کس د پخوانۍ دښمنۍ او که هدفي وژنې له کبله وژل شوی دی.له دې وړاندې هم وسله والو په بنو کې پر پوليسو او بنديخانو بريدونه کړي چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.تېره ورځ پېښور کې نامعلومو وسله والو کسانو د پوليسو پر موټر بريد وکړ چې له کبله يې موټر چلونکی و وژل شو، دغه پېښه د څمکنيو له پوليس ځای سره نژدې شوې ده.له دې سربېره د پېښور حيدري چوک ته نژدې نامعلومو وسله والو کسانو پر يوه رېکشا ډزې کړې دي چې يو ځوان کس په کې وژل شوی او يو ټپي شوی و. پوليس وايي تر اوسه نه ده معلومه چې چا او ولې دغه بريد ترسره کړی دی.بل خوا پوليسو او نورو قانوني ادارو په تکال کې د پلټنې عملياتو په ترڅ کې ۱۳ افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره نه وو، نيولي دي.