کور / تازه خبرونه / پاکستان: د دوو کلونو لپاره د افغان کډوالو پاتې کېدو هوکړه وشوه

پاکستان: د دوو کلونو لپاره د افغان کډوالو پاتې کېدو هوکړه وشوه

کابل دبي بي سي دخبرله مخې افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) هوکړه کړې، چې پاکستان مېشتي ټول قانوني او غیر قانوني افغان کډوال به یوازي په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي. د هوکړې له مخې به پاکستان کي په ناقانونه ډول مېشتو کډوالو ته هلته د اوسېدو قانوني سندونه هم ورکول کېږي.افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار نن ( اګست ۲۲ مه ) کابل کې یوه غونډه کړې، چې پکې له ۲۰۱۵ کال وروسته پاکستان کي د افغان کډوالو پر پاتې کېدو هوکړه وشوه.د مخکینۍ هوکړې پر بنسټ په پاکستان کي د افغان کډوالو د پاتې کېدو دوره د سږ کال په پای کې ختمیږي. دا مهال په پاکستان کي یو نیم میلیون افغان کډوال په قانوني ډول اوسیږي او نور شاوخوا یو نیم میلیون بیا د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.د پاکستان سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ کابل کې خبریالانو ته وویل، هوکړه مو وکړه چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه به پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د افغان کډوالو کارتونه تمدید کړو ، خو وايي دا هوکړه به د ۲۰۱۵ کال په پای کي رسماً اعلان شي.دا مهال په پاکستان کي یو نیم میلیون افغان کډوال په قانوني ډول اوسیږي او نور شاوخوا یو نیم میلیون بیا د اوسېدو قانوني اسناد نه لري’ موږ مخکې ژمنه کړې او پر دې موضوع مو بحث کړی دي. اړین ترتیبات به و نیول شي، چې کډوال په سوله ییز او قانوني ډول پاکستان کي ژوند وکړي او و نه ځورول شي او د پي او ار لپاره چي هر شي اړین وي هغه به تر سره شي. موږ دا ژمنه کړې چې د ۲۰۱۷ کال د دسامبر تر دېرشمې پوري به دغه کارتونه تمدید کړو.د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسن عالمي بلخي په وینا، افغان حکومت به یو سل کسیزه پلاوی پاکستان ته واستوي، چې هلته د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو نمونو ثبت کېدو بهیر کې د هغوی هویت تثبیت کړي.’ دغه سل کسان چې له افغانستانه ځي په ۲۱ مرکزونو کي به دوی حضور ولري. هغه کډوال چي غواړي ځانونه ثبت کړي او دغه خلکو ته راځي، چې دوی يې وپيژني چي دا خلک افغانان دي او که نه، یانی موږ په هر مرکز کي درې یا څلور کسان د هویت د پيژندني لپاره لرو. دغه خلک به دا معلوموي چې دغه شخص افغان دي، وروسته تر هغه به پاکستاني اداري ته هغه شخص ورځي او ځان به د کډوال په حیث ثبت کوي.’څو ورځي مخکي ایران هم له افغانستان سره ورته هوکړه وکړه چې له مخې به یې ټول قانوني یا غیر قانوني افغان کډوال، چې په هغه هېواد کې مېشت دي، یوازي په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي او په ایران کي به مېشتو ټولو غیر قانوني کډوالو ته هلته د اوسېدو قانوني سندونه ورکول کېږي.