کور / تازه خبرونه / د سعودي دافغانستان شمالي ولايتونوکې مرسته پيلوي

د سعودي دافغانستان شمالي ولايتونوکې مرسته پيلوي

کابل: د افغان ولس لپاره د سعودي د مرستندويه کمېټې د رسنيو څانگې له خوا لروبرو ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې څرگنده شوې چې نوموړې مرستندويه کمېټې د افغانستان پنځه شمالي ولايتونو کې د خوراکي موادو د ويش پروژه پلي کوي. نوموړې پروژه د هغه لاسليک پربنياد پلي کيږي چې د سعودي سفارت د مۍ مياشتې په شپږويشتمه نېټه د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې سره یو تړون ليک په ترڅ وعده کړې وه چې د یولک درې دېرش زره ډالرو په لګښت به شمالي ولایتونو کې د سېلابونو او واورو ښویېدنې له امله ځپل شوو درې زره اته سوه کورنيو سره د يو سلو لس اعشاريه دوه ټنه خوراکي موادو مرسته کوي.د يادې شوې مرستو لړۍ د روانې مياشتې له نيمایي څخه پيل شوې چې پروان ولایت اووه ولسواليو کې شپږسوه کورنۍ او پنجشیر ولايت کې ترې زر کورنۍ برخمنې شوې او په راروانو اونيو کې به په (بدخشان، بغلان او کاپیسا) کې هم وويشل شي.نوموړې مرستې د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې په همغږۍ ويشل کيږيڼ او هره کورنۍ د نهه ويشت کيلو خوراکي موادو چې عبارت دي له (لس کيلو وريجې، لس کيلو لوبیا، پنڅه کيلو چيني، درې کيلو غوړي، يو کيلو شین چای) څخه برخمنه کيږي.ديادو مرستو د توزيع پر محال د پنجشیر والي ښاغلي انجنير محمد عارف سروري، د پيښو سره د مبارزي ملي اداري سرپرست ښاغلي محمد اسلم سياس او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه ټولني کابل دفتر رئيس محترم داکتر محمد نسيم او د پنجشير ولايت د پيښو سره د مبارزي ملي اداري رئيس محترم حميد الله بخشي او د دولت د نورو مهمو ارګانونو رئيسانو شرکت وکړ ، محترم والي صاحب د يادو مرستو د ويش پرانسته وکړه او د عربستان سعودي له حکومت او ولس څخه يي مننه وکړه چي هميش يي د افغان ولس سره په مختلفوحالاتو کومک کړي او يادي مرستي يي له پنجشير ولا يت له بيوزلو او متضررو کورنيو سره پر وخت وبللي او په راتلوونکي کې هم ددي شان مرستو غوښتونکي شو.د يادونې وړ ده چې مرستندويه کمېټې د تېر کال نومبر مياشت کې د (بدخشان، بغلان، سمنګان، جوږجان، فاریاب) ولايتونو کې د پنځه لکه ډالرو په ارزښت د خوراکي موادو او کمپلو د ويش پروژه پلي کړې وه او پنځه زره هغه کورنۍ چې د غرونو ښويېدنې او سېلاب له امله زيانمن شوي وو برخمن کړل.