کور / تازه خبرونه / د ديني علماوو تر منځ د همږغۍ په موخه غونډه وسوه

د ديني علماوو تر منځ د همږغۍ په موخه غونډه وسوه

په دې غونډه کي چي تېره ورځ په امام بارګاه کي ترسره سوه، د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د کندهار، فراه، هلمند او نيمروز ولايتونو يو شمېر علماوو ګډون کړی وو. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د اهل تشيع او سني علماوو او ملاامامانو تر منځ د همږغۍ غونډه مهمه وبلله او ويې ويل چي په هيواد کي له دين څخه ناوړه ګټه اخيستل کيږي، په داسي حال کي چي اسلام په تمامه مانا د سولي او ورورولۍ دين دی. نوموړي وويل د افغانستان دښمنان له اسلام څخه په سوءاستفاده د خلکو اذهان خرابوي او د هيواد ورانۍ ته يې هڅوي او د خلکو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کوي.
شمسي زياته کړه: د ديني ملاامامانو تر منځ همږغي او يووالی د هيواد پر روانو حالاتو او د خلکو د ذهنيتونو پر جوړولو مثبت اغېز کوي. هيله من يم چي ديني علماء د يووالي لپاره دغه ډول غونډي جوړي کړي او په صادقانه ډول د خپلو خلکو د ژوند د بقاء لپاره لاسونه سره ورکړي.
د ولايت مقام مرستيال په روانو حالاتو کي د علماوو رول مهم وباله او زیاته يې کړه چي ملاامامان کولای سي وخت پر وخت ولايت مقام ته مشورې او وړانديزونه وکړي، تر څو د سولي د تامين لپاره اغېزناک کار سوی وي.
د امام بارګاه خطيب شيخ زاهدي د ولايت مقام د مرستيال له راتګ څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده چي د ملاامامانو تر منځ د همږغۍ غونډي دوام پيدا کړي.
بل خوا تېره ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي او ورسره پلاوي د رياستونو د ارزيابۍ په لړ کي د کندهار له سوداګرۍ او صنايع رياست څخه ليدنه وکړه او د دغه رياست چاري يې ارزيابي کړې. نوموړي د دغه رياست مسوولينو ته لازمي لارښووني وکړې او د رياست له يو شمېر مراجعينو سره يې هم د دې رياست په اړه خبري وکړې.