کور / تازه خبرونه / د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې بهير سږ کال ګړندی سوی

د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې بهير سږ کال ګړندی سوی

د پاکستان د نورو ايالتونو ترڅنګ له بلوچستان ايالت څخه هم د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې بهير سږ کال ګړندی سوی او په روان مېلادي کال کې له ايالت څخه نهه زره افغان کډوال بېرته خپل وطن ته ستانه سوي دي.
د کوټې له بليلي اوويا کورنۍ چې پنځه نيم سوه تنه وو، بېرته په خپله خوښه افغانستان ته کډه سوې.
په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ يواين ايچ سي ار ويانده جويريه ترين وايي، چې د افغانستان اوسني حکومت په ګاونډيو هيوادونو کې مېشت کډوالو ته اوس زمينه مساعده کړې چې په زيات شمېر بېرته خپل وطن ته ستانه سي. اوسږ کال د نورو کلونو په پرتله د افغان کډوالو په بېرته ستنېدنه کې زياتوالی راغلی دی. له ستنېدونکيو کډوالوسره د شلو زرو کلدارو مالي مرسته کېږي. دا نغدې مرستې به په کندهار کې ورکول کېږي.
افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال وايي، ډېر خوشاله دي چې بېرته خپل وطن ته ستنېږي. ماشومان يې له وطن سره زښته زياته مينه لري او دوی غواړي چې ستانه سي او خپل وطن اباد کړي.
څو ورځې وړاندي په کابل کې د پاکستان، ګاونډي هيواد افغانستان او يواين ايچ سي ار ګډه غونډه سوې وه او په کې موافقه سوې وه، چې کډوال به د مېلادي کال ۲۰۱۷ پوري په پاکستان کې ژوند کولای سي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

www.facebook.com/rafiullah.mandokhail