کور / تازه خبرونه / د اطلاعاتو او کلتور وزير کندهار ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزير کندهار ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني د خپل په ترڅ کي له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وکتل او په ولايت مقام کي يې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چي کندهار ته يې د اطلاعاتو او کلتور د رئيس د پوښتني په موخه سفر کړی دی. ښاغلي جهاني د اطلاعاتو او کلتور پر رئيس حضرت ولي هوتک وسله وال بريد په سختو ټکو وغانده او هغه ته يې د عاجلي شفاء غوښتنه وکړه.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د کندهار دولتي مطبعه په دې وروستيو کي بېخي فلج ده او هيڅ کار نه ورڅخه اخيستل کيږي. ښاغلي شمسي د اطلاعاتو او کلتور له وزير څخه وغوښتل چي د کندهار مطبعه يو ځل بيا فعاله سي، تر څو د کندهار خلک په خپله دولتي مطبعه کي د چاپي چاري مخته يوسي. هغه داراز وويل چي طلوع افغان ورځپاڼه د پخوا په پرتله کمزورې سوې او د چاپ چاري يې هم په يوه خصوصي مطبعه کي ترسره کيږي. ښاغلي شمسي هيله وښوده چي طلوع افغان ورځپاني ته د محتوا او چاپ په برخو کي ځانګړې توجه وسي.

مرستيال والي داراز غوښتنه وکړه چي د احمدشاه بابا او ميرويس خان نيکه مقبرې ترميم سي، تر څو په راتلونکي کي له تخريبه وژغورل سي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني ژمنه وکړه چي په راتلونکې مياشت کي کندهار ته بيا ځلي سفر کوي او له ولايتي چارواکو سره به د تاريخي اثارو د ژغورني، د طلوع افغان ورځپاڼي د پياوړتيا، دولتي مطبعې د بيا فعاله کېدو په اړه مفصلي خبري وکړي.

ښاغلي جهاني تر ماځيګر وروسته د کندهار د يو شمېر فرهنګيانو سره وکتل او بېلابېلو فرهنګي موضوعګانو وږغېدل.