کور / تازه خبرونه / په گردې پښتونخوا کې لوى اخترد پنجشنبې په ورځ دى

په گردې پښتونخوا کې لوى اخترد پنجشنبې په ورځ دى

پېښور : دپېښور دنامتو تاريخي جومات (قاسم علي خان )مشرمفتي شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ غونډه کې دا خبره څرگنده شوې ده چې په گردې خېبرپښتونخوا کې به لوۍ اختر د سېپټمبر دمياشتې پر ٢٤ د پنجشنبې په ورځ وي په غونډه کې مولانا خېرالبشر،مولاناسراج الاسلام ،مولانا حسين احمد مدني ايډکيټ ،مولاناشفيق الرحمان ،مولانا دوادشاه ،مولانااقبال شاه حيدري ،اود مولانانورالابصارپه گډون دبيلابيلوسيمو ديني علما برخه اخيستې وه او په گډه يې څرگنده کړه چې لوى اختر به د پنجشنبې پرورځ د سېپټمبرپر٢٤ مه وي ، په بنو کې هم د مياشتې د ليدو سيمه ايزې کميټۍ مشر عبدالروف پرمشرۍ په بله غونډه کې پريکړه شوې چې لوى اختردپنجشنبې په ورځ د سيپټمبرپر٤٢ دى، په مردان کې دمياشتې د ليدو دسيمې ايزې کميټۍ مشرقاري عبد الهادي ورته خبره کړې ده په دې څرگندونو سره پرزبات ورسيدله چې پښتانه په سيمه کې له اسلامي نړۍ سره يوو الى غواړي له بلې خوا دپاکستان د مياشتې د ليدوددولتي کميټې مشرمفتي منيب الرحمان ويلي دي چې لوى اخترد سيپټمبرپر٢٥ د جمعې پرورځ دى