کور / تازه خبرونه / د طالبانو نوي څرګندوني: منصور دادالله وايي له اختر محمد منصور سره يې بيعت ندی کړئ

د طالبانو نوي څرګندوني: منصور دادالله وايي له اختر محمد منصور سره يې بيعت ندی کړئ

د کندهار د سولي شورا وايي چي دسولي دبهير سره ديو ځاي کيدو لپاره دوي له هغه مخالفينو سره تماس نيولی، چي د تحريک د مشرۍ پر سر له اختلافاتو وروسته له دغه ډلي څخه جلا سوي .
په عين وخت کي په زابل کي د دغه ډلي يوه مشهور قومندان منصور دادالله په يوه تازه استولي پيغام کي ويلي چي دی او ملګري يې له داعش سره نه دي يو ځاي سوي، او نه يي هم دتحريک د مشر په توګه اختر محمد منصور منلی
کله چي طالبانو وويل د ملا محمد عمر کورنۍ د اختر محمد منصور سره دطالبانو د مشر په توګه بيعت کړی.
خو ددغي ډلي يوه مشهور قومندان منصور دادالله په يوه تازه استولي پيغام کي ويلي، چي دی او ملګري يې اختر محمد منصور د تحريک د مشر په توګه نه مني
منصور دادالله دغه راز له داعش ډلي سره د يو ځای کېدو اوازې هم رد کړې او ويلي چي له دغه ډلۍ سره خوا خواږي د يو ځای کېدو په مانا نه ده .
په عين وخت کي د کندهار دسولي شورا وايي، چي دهغو وسلوالو سره يې په سيمه ايزه کچه تماسونه نيولي، چي د تحريک د مشرۍ پر سر له اختلافاتو وروسته له دغه ډلي څخه جلا سوي دي .
دکندهار د سولي شورا مشر عطا محمد احمدي وويل چي د غه تماسونه اميدواره کوونکي دي او دوي هيله لري چي يو شمېر مهم کسان به د سولي د بهير سره يو ځای سي .
د افغان حکومت او د وسله طالبانو دمخامخ خبرو لومړي پړاوو څو مياشتي مخکي د پاکستان په منځګړيتوب ترسره سو.
خو داسي ويل کيږي چي د ملا محمد عمر د مرګ تر خبرېدو وروسته ددغه خبرو دوهم پړاوو وځنډېدی .