کور / تازه خبرونه / ښځینه نرسانو ته تر دوه کلنو زدکړو وروسته فارغت لیکونه ورکړل شول

ښځینه نرسانو ته تر دوه کلنو زدکړو وروسته فارغت لیکونه ورکړل شول

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ۳۸ ښځینه نرسانو ته تر دوه کلنو زدکړو وروسته نن د وږې په ۲۹مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغت لیکونه ورکړل شول .
د میدان وردګو ولایت د ټولنې د نرسانو د روزنیز مرکز څخه په لومړي خل ۳۸ تنه ښځینه نرسانو،چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یې په دغه روزنیز مرکز کې زدکړې پیل کړې وې،ورته د عامې روغتیا وزیر،د دغه ولایت والي او یو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو له لورې فراغت لیکونه ورکړل شول.
د معلوماتو له مخې په دغه دوه کلنه دوره د Global fund ادارې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی،چې په هرې فارغې شوې نرسې شاوخوا ۱۵ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی دی او ورته عملي او مسلکي زدکړې ورکړل شوي دي .
په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت دعامې روغتیا رئیس غلام فاروق مخلص د روغتیا ادارې لاسته راوړنې،ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل او په دغه برخه کې د اړونده وزارت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات فارغ شویو نرسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ دوی ته د ښې او مسؤلیت لرونکې دندې ترسره کولو لارښوونه وکړه .
هغه ژمنه وکړه،چې د بېلابېلو مرستندویه ادارو سره به اړېکې وکړي،ترڅو یادې نرسانې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر دندو وګماري،چې په ترڅ کې به د ښځینه روغتیا پالوونکو شته ستونزه تر ډېره کچه حل شي .
ده خوښي ښکاره کړه،چې د لومړی ځل لپاره په میدان وردګو ولایت کې ۳۸ تنه ښځینه نرسانې،چې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو پورې تړاو لري،فارغیږي او په دغه ولایت کې بېرته د دندې ترسره کولو هوډ لري .
د عامې روغتیا وزیر ډاکټرفیروزالدین فیروز ژمنه وکړه،چې په دغه ولایت کې به د روغتیا په برخه کې هر ډول ستونزو ته د امکاناتو پیدا کولو په ترڅ کې د حل لارې چارې ومومي .
هغه وویل د روغتیا په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲۸۲ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده،چې دوی هیله لري،ترڅو ورسره نړیوال او بېلابېلې مرسته کوونکې ادارې مرسته وکړي .
د فارغو شویو نرسانو په استازۍ خدیجې له ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې دوی ته یې د زدکړې زمینه برابره کړې وه او زیاته یې کړه،د زدکړې پر مهال ورته بشپړ سهولتونه برابر شوي وو،خو له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه،چې د دندې پیدا کېدو په برخه کې هم ورسره همکاري وکړي .