کور / تازه خبرونه / د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلۍ څخه د افغانانو هیلې

د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلۍ څخه د افغانانو هیلې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډېره د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې څخه د افغانانو هیلو او د اوسني حکومت د کمزوریو په اړه را ولاړو شوو بحثونو ته ځانګړي کړي دي.

اصلاحات:

اصلاحات ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د اجرایي رییس عبدالله عبدالله ګډون د افغانستان لپاره یو فرصت دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د داعش حضور په افغانستان کې یو ګواښ دی او د حکومت استازو ته په کار ده چې په دې اړه د مبارزې لپاره سیمه ییزه او نړیواله همکاري را جلب کړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، که نړیواله ټولنه له افغانستان سره د داعش په وړاندې مبارزه کې همکاري ونه کړي؛ افغانستان به بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي او ګواښ به یې ټولې نړۍ ته متوجه شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ هیله ده چې افغان پلاوی د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې څخه ډک لاس هېواد ته را ستون شي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ملګرو ملتونو دغې اویایمه غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب اجرایي رییس عبدالله عبدالله ګډون کوي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې عبدالله عبدالله به د غونډې له ګډونوالو سره د افغانستان پر اقتصادي او امنیتي ستونزو او دغه راز له دې هیواده د ځوانانو د غیر قانوني مسافرتونو په اړه خبرې وکړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ولې په دې وروستیو کې د حکومت د برخه لیک په اړه اوازې زیاتې شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې په دې ورځو کې د ولسمشر د ناروغۍ او موقت حکومت د رامنځ ته کیدو اوازې ګرمې دي؛ خو ارګ تراوسه د ولسمشر د روغتیا په اړه خلکو ته ډاډ نه دی ورکړی.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې دغه ډول اوازې خپله هغه سیاستوال خپروي چې ارګ ته نږدې دي او خلکو ته د راتلونکې په اړه اندیښنې پيدا کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې عجیبه ده؛ غل او د کور څښتن دواړه شکایت کوي.

په سرمقاله کې راغلي چې حکومت د انتخاباتو د اصلاح لپاره یو کمیسیون جوړ کړ؛ خو د انتخاباتو کمیسیونونه دا کمیسیون غیرقانوني بولي.

د ورځپاڼې په باور، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشر ویلي؛ که کمیشنران له دندو لرې کیږي، د درغلیو په اړه به ډیر زیان ولسمشر غني وویني.