کور / تازه خبرونه / د بېړنیو پېښو څانګې ته جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بېړنیو پېښو څانګې ته جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د میدان وردګو ولایت په عامې روغتیا اداره کې د بېړنیو پېښو څانګې ته د نږدې اته میلیونه افغانۍ په لګښت یوه ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شوه .
دغه دوه پوړیزه ودانۍ د سویډن کمیټې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې،چې د عملیات ،نوکریوالۍ ، معاینې ،د ناروغانو شپږ بستریزه او نورو خونو ترڅنګ عصري تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري،چې په شاوخوا ۲ سوه متره مربع سیمه کې جوړه شوې ده .
د دغه ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د میدان وردګو والي،د عامې روغتیا وزیر، د ولایتي شورا غړي،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د دغه ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د دغه ودانۍ پر جوړېدو خوښي ښکاره کړه او مسؤلینو ته یې د ښې ساتنې او پالنې لارښوونه وکړه .
هغه هیله څرګنده کړه،چې د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به د عاجلو ناروغانو درملنه په ښه او بېړنۍ توګه ترسره شي،چې په دغه کار سره به د ولسونو یوه اندازه حق ادا شي.
د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز وویل په دغه ولایت کې به د دې روغتون ترڅنګ د روږدو کسانو درملنې روغتون لپاره هم بشپړ تشکیل په واک کې ورکړي ترڅو په دغه ولایت کې په ښه توګه روغتیایي خدمتونه وړاندي شي .
هغه د عامې روغتیا ادارې سره د پرلپسې ښو همکاریو له امله د میدان وردګو ولایت مقام څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې په دغه ولایت کې به هیڅ ډول د روغتیا په برخه کې نیمګړتیا پرې نږدي .