کور / تازه خبرونه / کندهار: د جان اقا الکوزي مړينه لويه ضايع وبلل سول

کندهار: د جان اقا الکوزي مړينه لويه ضايع وبلل سول

د ازادي راډيود خبريال جان اقا الکوزي د مړينې له امله په کندهارکي د قران عظيم الشان د ختم او دعا مراسم ترسره سول.
دا مراسم د دې ولايت د اطلاعاتو کلتور رياست، پريس کلپ، نۍ ادارې او يو شمېرمدني ټولنو له خوا ترسره سوي دي.
د قران کريم له ختم وروسته د مراسم ګډونوالو د ښاغلي الکوزي کارونه وستايل او مړينه يې د مطبوعاتو کورنۍ ته لويه ضايعه وبلله.
د هېواد نامتو خبريال جان اقا الکوزی د سه شنبې په ورځ د ورپيښي سوي ناروغۍ له امله په ويانا کي له نړۍ سترګي پټي کړې او وروسته بيا د هغه په پلرني ټاټوبي ننګرهار کي خاورو ته وسپارل سو.