کور / تازه خبرونه / کندهار: شيرزي فوټبال لوبډلي ټولي لوبي وګټلې

کندهار: شيرزي فوټبال لوبډلي ټولي لوبي وګټلې

شيرزي فوټبال لوبډله د سياليو لومړی مقام خپل کړ
د هيواد د ازادی په نوم د فوټبال پيل سوي سيالۍ، چي يوه مياشت مخکي پيل سوي وي، تېره ورځ شيرزي فوټبال لوبډلي له احمدشاه لېسې څخه دوه د يو په مقابل کي لوبه وګټل او د سياليو اتله سول.
په دغو سياليو کي ۱۶ الف لوبډلو برخه اخيستې وه.
د کندهار د بدني روزني مرستيال مدير اغا وايي، چي په راتلوونکو ورځو کي به د زون په سطحه د فوټبال سيالي جوړي کړي، چي دوې لوبډلي به د کندهار وي.
شيرزي فوټبال لوبډلي تر سياليو وروسته خپله خوښي په ښار کي هم ولمانځل