کور / تازه خبرونه / جنرال رازق: له ترهګرو سره مالي مرسته کوونکو ته سزا ورکوم

جنرال رازق: له ترهګرو سره مالي مرسته کوونکو ته سزا ورکوم

د کندهار د امنيې قومندان لوی پاسوال عبدالرازق وايي پر وسله والو طالبانو به مالي سرچينې وچي وکړي او هغه کسانو ته به سزا ورکړي چي وسله والو طالبانو ته د عشر او ذکات په نوم پيسې ورکوي، نوموړی وايي يو شمير صرافان يې هم په نښه کړيدي چي طالب جنګياليو ته د ناقانونه پيسو په ليږد کي مرسته کوي او د حوالو په بڼه د طالبانو د وسلو، مهماتو او اکمالاتو لګښتونه له يوه ځايه بل ځای ته ليږدوي.Genral Raziq
جنرال رازق وايي په تيره اوونۍ کي يې شپږ داسي صرافان نيولي دي چي د کوئټي څخه يې کندهار، زابل او هلمند ته د طالبانو د پيسو د لېږد رالېږد کار کاوه.
که څه هم امنيتي ځواکونو په رسمي توګه د صرافانو نومونه نه دي ياد کړي خو لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو پر بنسټ د ملا محمد ، فريد احمد قريش او حاجي قدوس په نومونو صرافان د امنيتي ځواکونو لخوا نيول سوي او شکنجه سويدي.
له نيول سوو صرافانو فريد حاجي قدوس د لراوبر له سيمه ايز خبريال سره په خبرو کي وويل چي پوليسو دی او دوه نور صرافان د بې اساسه تورونو له مخي ونيول او د تحقيق پر مهال وهل سوي او شکنجه سويدي.
که څه هم د کندهار پوليسو په رسمي توګه د نيول سوو کسانو نومونه نه دي ياد کړي خو جنرال رازق وايي چي په تيره اوونۍ کي يې شپږ داسي صرافان نيولي دي چي دده په ويناپه کوئټه کي د طالبانو شورا ته مليونونه افغانۍ د زکات په نوم استوي او هغوی د جګړې لپاره باروت او وسلې په رانيسي.
جنرال رازق وايي چي دداسي نورو صرافانو په نيولو بوخت دی.
د کندهار د پوليسو مشر جنرال رازق په اړه ويل کيږي چي د ترهګرو او هغوی سره د شکمنو مرسته کوونکو سره د افغانستان د قوانينو خلاف کړنه کوي، د شکمن کسان شکنجه کوي او صحرايي 
محکمه چلوي.
تيره اوونۍ د پوليسو لخوا په ناڅاپي توګه د ځينو صرافانو نيول کيدلو د کندهار صرافان او هغه سوداګر چي د ګاونډي ملکونو سره سوداګري کوي او پيسې د حوالې له لاري هستوي سخت وارخطا کړيدي.
که څه هم په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي د بانکدارۍ نظام وده کړيده خو د کابل بانک څخه د لوړ رتبه حکومتي کسانو د ۸۵۰ مليونه ډالرو ناقانونه پور اخستل او له امله يې د کابل بانک تاواني کيدلو د افغانانو په منځ کي په بانکدارۍ اعتبار ته سخته زيان ورساوه  چي په نتيجه کي يې د حوالو د کاروبار د کمزوره کيدو پر ځای دې کار نور هم رونق پيدا کړ او خلک د بانک له لاري د پيسو ليږلو پر ځای په حواله ډير اعتبار لري.
د امنيې قومندان وروستيو څرګندونو او کړنو د حوالو کاروباريان وارخطا کړيدي، د اتل صرافۍ مارکيټ يوه صراف لراوبر ته د نوم پټ ساتلو په شرط داسي وويل" طالب زما او بل د حوالې په پيسو نه چليږي او نه جنګ کولای سي، د بهرنيانو غلطي پاليسۍ او په حکومت کي فساد د طالب د پراختيا سبب دی. د فساد روښانه بېلګه داده چي کندهار کي زورواکي مافيايي ډلي قانون او قضايي ارګان ته د شکمنو کسانو د ورپېژندلو پر ځای پخپله د يو چا د مرګ او ژوند پريکړه کوي".
د کارپوهانو په وينا که حکومت د حوالو کاروبار بندول غواړي نو لازمه ده چي سوداګرو او عامو افغانانو د پيسو د ليږد راليږد ستونزي تر حل کولو وروسته پر دغه کاروبار بنديز ولګوي ځکه نه هر صراف له ترهګرو سره همکاري کوي او نه ترهګرو ته حواله او صراف د پيسو د لېږد رالېږد يوازنۍ لاره ده.