کور / تازه خبرونه / د ښار او کور جوړولو وزارت د کندهار لپاره نوی ماسټرپلان جوړوي

د ښار او کور جوړولو وزارت د کندهار لپاره نوی ماسټرپلان جوړوي

د ښار او کور جوړولو وزير وايي د کندهار لپاره نوی ماسټرپلان جوړوي.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ کندهار ته د سفر پر مهال په يوه خبري غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. د ښار او کور جوړولو وزير سيدمنصور سادات نادري، د زراعت وزير اسدالله ضمير او ورسره پلاوي تېره ورځ کندهار ته سفر وکړ او د دې ولايت د هوايي ډګر له تاسيساتو او اړوندو رياستونو څخه يې ليدنه وکړه.

د ښار او کور جوړولو وزير وايي اوسنيو شرايطو ته په کتو د کندهار اوسنی ماسټرپلان د تطبيق وړ نه دی، ځکه نو اړينه ده چي د کندهار په ماسټرپلان کي له سره تغيرات راسي. نادري وايي ډېر ژر به کندهار ته يو مسلکي ټيم راولېږي تر څو د کندهار پر نوي ماسټرپلان کار وکړي.

سيدمنصور سادات نادري وايي د کندهار تر څنګ په پنځو ولايتونو کي د ملکيتونو د ثبت لړۍ پيلوي، تر څو ملکيتونه له غصب څخه وژغورل سي. نوموړی وايي د دې لړۍ له پيلېدو سره به د شخصي ملکيتونو ارزښت هم خورا زيات سي او د املاکو اړوندي ستونزي به چي ښاريان ورسره لاس و ګرېوان دي، هواري سي.

د ښار او کور جوړولو وزير وايي پخوا د وزارت له خوا رياستونو ته واکونه او صلاحيتونه نه ورکول کېدل او مرکز به کارونه ځنډول او دا چاره د فساد سبب هم ګرځېدلې وه، ځکه نو د ولاياتو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ ول. هغه وايي تر دې وروسته ډېری صلاحيتونه رياستونو ته ورکوي او په ښار کي د پنځه پوړيزو تعميراتو د جواز صلاحيت هم رياستونه لري.

نوموړی وايي په تېرو وختونو کي ښاروالۍ او ښارسازۍ همږغي نه درلوده، ځکه نو معماران له ستونزو سره مخ ول، خو اوس دا همږغي پياوړې سوې او په ګډه يې د خپلو صلاحيتونو او مشترک کار قانون جوړ کړی چي له مخي به يې د ښاريانو ستونزي تر ډېره هواري سي. وزير له کندهار ولايت څخه وغوښتل چي د ښارسازۍ او ښاروالۍ د کارونو نظارت لپاره يوه کمېټه جوړه کړي تر څو د نظارتي کمېټې د فشار له امله کارونه په ښه توګه مخته ولاړ سي. نادري زياته کړه چي په زړه قول اردو او منزل باغ کي يو شمېر مځکي غصب سوي، خو د هغو د غصب د مخنيوي تر څنګ به دغلته د نوو تغيراتو تر څنګ تفريکي پارکونه جوړ کړي.

د زراعت وزير اسدالله ضمير وويل چي د سفر موخه يې د خپلو پخوانيو کارونو ارزونه او له کروندګرو سره ليدنه ده، تر څو په همږغۍ او د اړتياوو سره سم خپله نوې کلنۍ برنامه جوړه کړي. نوموړی وايي په کندهار کي به د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د مالدارۍ او باغدارۍ په برخو کي پروژې پلي کړي. وزير وايي سږ کال د کندهار لپاره عملياتي پلان جوړوي او راتلونکی کال به د دې پروژو عملي کارونه پيل کړي. نوموړی وايي په دې پروژو کي د نوو باغونو تاسيس، د سولر برېښنا په ذريعه د زړو باغونو خړوبول او د هغوی لپاره حوضونه جوړول او داسي سيسټمونه جوړول چي د توليداتو کچه لوړه کړي، شامل دي.

ضمير زياتوي چي د حيواني صحت په برخه کي د واکسين تطبيق او د امراضو د تشخيص لپاره لابراتوارونه ايجادوي. هغه وايي په بولدک کي د نباتاتو د قرنطين سټېشن جوړوي چي په نژدې راتلونکي کي به يې د جوړېدو عملي چاري پيل سي.

د زراعت وزير وايي په کندهار کي يې له کروندګرو او مرستندويه ادارو سره د غونډي پر مهال ډونرانو ته سپارښتنه وکړه چي هره مياشت به له کروندګرو سره غونډي جوړوي او هغوی ته به د خپلو برنامو په اړه مالومات ورکوي او خپلي برنامې به د رسنيو له لاري هم توضيح کوي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له يادو وزيرانو څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر وکړ او د دغه ولايت اړوندي ستونزي له نژدې ګوري. عزيزي د زراعت وزارت دا اقدام وستايه چي د لسو ميليونه ډالرو ارزښت دوې پروژې پلي کوي چي له مخي به يې د زراعت په برخه کي ښې لاسته راوړني ولري. نوموړي زياته کړه چي د ښار او کور جوړولو وزارت پخپل سل کلني کاري پلان کي د کندهار ماسټرپلان هم نيولی چي تغيرات به پکي راولي.

د يادوني وړ ده چي تېره ورځ د يادو وزيرانو په شتون کي د عبدالظهور صحاب په نوم يو شخص چي له کابله له دوی سره راغلی وو، د کندهار د اوبو رسولو د نوي رئيس په توګه د دې رياست کارکوونکو ته وروپېژندل سو او رسماً يې په کار پيل وکړ.