کور / تازه خبرونه / د روهي ادبي بهير ٤٣٦مه اوونيزه غونډه جوړه سوه

د روهي ادبي بهير ٤٣٦مه اوونيزه غونډه جوړه سوه

د روهي ادبي بهير د لسم کال پرله پسې ٤٣٦مه اوونيزه غونډه نن پنجشنبه د لړم مياشتي په اوومه نېټه د مازديګر پر پنځه بجې پيل شوه، چې لسګونو شاعرانو او د ذوق خاوندانو پکې ګډون کړى و.
د غونډې پيليزه وينا د کندهار پوهنتون د انګلسي ادبياتو محصل ښاغلي سېلاب واوروله، نوموړي روهي بهير يو بې ساري فرهنګي او هنري ارزښت وباله او دغه بنسټ يې د ځوانانو د ښې روزنې او د هغوى د فکري ودې يوازينى مکتب معرفي کړ.

نوموړي د روهي ادبي بهير دغه غونډه د بهيروالو د بشپړې همږغۍ او همکارۍ ثبوت ياد کړ او خوښي يې وښوده، چې لا هم په پراخه کچه د شعر او ادب مينه وال د بهير په اوونيزه غونډه کې برخه اخلي.
وروسته ښاغلي نثار احمد صالح د هنر په اړه د ښاغلي شهسوار سنګروال پر ليکل شوې ليکنې رڼا واچوله او ياده هنري او ارزښتناکه ليکنه يې په خورا مهارت تشريح او ګډونوال يې د هنر په بېلابېلو اړخونو وپوهول.
د ښاغلي صالح له خوا د هنري بحث له پاى ته رسېدو وروسته مشاعره پيل شوه، چې په ترڅ کې يې تر ٢٠ زياتو شاعرانو په خپلو شعرونو تالار ګرم او د ګډونوالو هنري تنده يې ماته کړه.

ياده دي وي، چې د مشاعرې په ترڅ کې د شعرونو تر څنګ يو شمېر ګډونوالو خواږه او هنري ترنمونه هم واورول، چې د اورېدونکو په تودو چکچکو بدرګه شول.
د يادې اوونيزې غونډې او مشاعرې د پاى په شېبو کې د غونډې مشر ښاغلى نورالباري مل د غونډې د ارزيابۍ په موخه دريځ ته راوبلل شو.
ښاغلي مل د بهير ګډونوالو ته د هنري، ادبي، سياسي او هر اړخيزې مطالعې سپارښتنه وکړه، هغه وويل چې لوستونکي د مطالعې په مټ توانېدلاى شي تر څو د پرمختګ لوړو پوړيو ته ورسېږي.
ښاغلي مل د امريکا پخوانى ولسمشر فرانګلن د بېلګې په ډول ياد کړ، چې په وينا يې د پراخې مطالعې په مټ يې پرته له ښوونځي لوستلو وکولاى شول، په سياست، ادب او موسيقۍ کې د پام وړ شهرت خپل کړي.
نوموړي وويل، د ولسمشر فرانکلن کورنۍ ډېره غريبه او بې وسه وه، ان تر دې چې د ډوډۍ پيدا کولو توان يې نه درلود، مل زياته کړه فرانکلن په يوه چاپخانه کې په ډېر لږ معاش مزدوري شروع کړه او هلته خپرېدونکي کتابونه به يې تر چاپېدا مخکې لوستل، چې همدې چارې د نوموړي ژوند مثبت لوري ته سوق کړ.
د روهي بهير ياده غونډه د ماښام اووه بجې او پنځوس دقيقې د دعايې په ويلو سره پاى ته ورسېده.