کور / تازه خبرونه / افغان محصل په لس زره کسانو کي دوهم مقام وګټی

افغان محصل په لس زره کسانو کي دوهم مقام وګټی

بسم الله عارف چي د هندوستان په اتراپردېش ایالت کي محصل دئ، د ټول هند په سطحه ئې دوهم مقام خپل کړی دئ.
نوموړی چي له هلمند ولایت څخه په خپل شخصي لګښت د تحصیل دپاره هند تللی او هلته د ساختماني انجینرۍ په برخه کي زدکړي کوي، له ۲۵۰۰ پوهنتونونو څخه ئې د ۱۰۰۰۰ ډیزاینینګ انجینرانو په منځ کي دغه مقام ګټلی دئ.

ښاغلی عارف وايي لومړی ئې له شاردا پوهنتون څخه چي دئ تحصیل پکښي کوي، د ټول اتراپردېش په سطحه لومړۍ درجه جایزه ترلاسه کړه، چي اوس ئې دا دئ د ټول هندوستان په سطحه د دوهمی درجې د سرو زرو مډال او نقده جایزه واخیسته.
د ښاغلي عارف په وینا دغه مسابقه هر کال د هند د پوهنتونونو ترمنځ د اول او دوهم مقام په خاطر د یوې امریکايي کمپنۍ Autodesk له خوا ترسره کېږي، او زیاتوي چي بېلابېلو محصلینو ته د مسابقې په خاطر د مهندسۍ مختلفي پروژې ورسپارل سوي وې، چي د ده پروژه د ۷۰۰ کسانو دپاره د یوه کتابتون د ډیزاین وه، چي همدې ډیزاین دوهم مقام ور خپل کړ.

بسم الله عارف د هلمند په مرکز لښکرګاه کي زېږېدلی دئ. د انجینر عبدالمتین په لیسه کي ئې تر ۱۲ ټولګي پوري زدکړي کړي دي. نوموړي لراوبر ویبپاڼي ته وویل چي په هند کي د اقتصاد پوهنځي ته د یوه بورس له لاري کامیابه سوی وو، خو دا چي له انجینرۍ سره ئې علاقه وه، نو ځکه ئې بورس لغوه کړ او په خپل شخصي لګښت ئې د اتراپردېش په شاردا پوهنتون کي زدکړي وکړې او اوس د ساختماني پروژو په مدیریت کي ماسټري کوي، چي را روان کال به فارغ سي.

ښاغلي عارف کیسه کوي، چي لا په اووم ټولګي کي وو، یوه شپه ئې خوب لیدئ چي په کمپوټر باندي غټ غټ تعمیرونه ډیزاینوي، هغه خوب ئې له ساختماني انجینرۍ سره د میني سبب سو او په هماغه سهار ئې فیصله وکړه چي خپل خوب به هر مرو رښتیا کوي.

۲۵ کلن عارف تر دې دمخه په ۲۰۱۴ کال د پله جوړولو په ډیزاین کي هم لومړی مقام اخیستی وو. دی وايي پر مورنۍ پښتو ژبه سربېره، په دري، انګلیسي او هندي ژبو باندي پوهېږي.

نوموړي په بهرنیو پوهنتونونو کي له افغان محصلینو هیله وکړه چي په دغسي مسابقو کي هرو مرو ګډون وکړي او خپله وړتیا د نړۍ نورو ملتونو ته وښيي.