کور / تازه خبرونه / دچین ځوان له ننځکې سره واده وکړ

دچین ځوان له ننځکې سره واده وکړ

دچین یوه ځوان چې په سرطان ناروغۍ اخته دی څو ورځې مخکې له یوې پلاسټیکي ننځکې سره واده وکړ .
دچین دغه ځوان دغه واده دکوم شوق له کبله نه دی کړی بلکې دهغه شاته ډیره درودونکي قیصه شته .
دچین دغه اتویشت(۲۸) کلن ځوان په سرطان ناروغۍ اخته دی او ډاکټرانو ورته ویلي دي چې دې به ډیر زر مړ شي .
دچین ددغه ځوان ډیر خواهش وو چې له مړینې مخکې واده وکړي خو هغه نه غوښتل چې په مړ کیدا سره یې ښځه کونډه شي او دې ترې مړ شي .
دچین دغه ښاریز فیصله کړي ده چې له کومې انجلۍ یا ښځې سره د واده کولو پرځاې له یوې ننځکې سره واده وکړي .
دچین دغه ځوان په ډیر پرتمین ډول له پلاسټکي ننځکې سره واده وکړ .
دچین دغه ښاریز د ننځکې لپاره د ناوي لپاره له سپین لباس او جامو سره سره ډیرې ښکلي جامې برابرې کړي او میک اپ یې هم ورته وکړ ا په رسمي ډول یې مراسم هم وکړاو له خپلې پلاسټیکي میرمنې سره یې ناڅا یا ګډا هم وکړه .
دچین دغه ځوان خپلې ناوي ته دمختلفو جامو په اغوستلو سره عکسونه واخیستل او په اینټرنیټ یې خپاره هم کړل