کور / تازه خبرونه / سيدجان خاکرېزوال دا ځل بيا د ولايتي شورا رياست ته بريالی سو

سيدجان خاکرېزوال دا ځل بيا د ولايتي شورا رياست ته بريالی سو

نن په کندهار کي د ولايتي شورا د اداري هيئت د ټاکلو لپاره ټاکني وسوې چي سيدجان خاکرېزوال دا ځل بيا د رياست لپاره بريالی سو.

د کندهار ولايتي شورا ته د سيد جان خاکريزوال ټاکل کيدلو په ټولنيزو رسنيو ټويټر او فيسبوک کي ددې ټاکني سره د مخالفت څپې پورته کړې او د پخواني جمهور ريس پر ورور شاولي خان کرزي په زغرده نيوکي وسوې چي په دواړه واره د خاکريزوال په ټاکنه يې لاس لري او د سليقوي چلند له امله په چارو کي مداخله کوي.
سيد جان خاکريزوال چي ويل کېږي له ابتدايي سواده هم بې برخي دی خو د حقوقو پوهنځی د فراغت اسناد په لاس کي لري.

image

پر ټولنيزو رسنيو ښاغلي خاکريزوال ته منصوبه يوه ټوټه ليک لاس پر لاس کيږي او خپروونکي يې نيوکه کوي چي ځيني پوهنتونونه داسي اشخاصو ته د پيسو په مقابل کي د فراغت اسناد ورکوي چي لږ تر لږه الفبې نه پيژني او ځيني بانفوذه کړۍ ددغسي اشخاصو حمايت کوي او تر لوړو چوکيو يې رسوي.
ښاغلي خاکريزوال يوه موده مخکي د هيواد ټلويزون سره په خبرو کي اعتراف وکړ چي خلکو ته يې ويلي دي چي سياسي سړی نه دی خو بيا هم خلک دده په اړه پر فيسبوک څرګندوني کوي، نوموړي په دغه تلويزوني خپرونه کي اخطار ورکړ چي که يې هر داسي کس ته لاس ور ورسيدی پر دغه ځای يې د خپروني چلوونکی خبري قطع کړي.

د چارو څارونکو په وينا د لوړپوړو چارواکو لخوا خلکو ته د نظر پر څرګندولو يا انتقاد کولو په مقابل د داسي اخطارونه ورکول د بيان د ازادي ګواښي هغه چي پخوانی ولسمشر يې د خپلي دورې تر ټولو لويه لاسته راوړنه بولي.

د ټاکنو په مراسمو کي چي نن سهار د ولايتي شورا د غونډو په تالار کي جوړ سوي ول، د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د شورا غړو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون استازو، مخورو او د مدني ټولني اعضاوو ګډون کړی وو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د ولايتي شورا د اداري هيئت د ټاکنو پر شفافيت ټينګار وکړ او ويې ويل چي د سيمه ييزي حکومتولۍ په پياوړتيا کي ولايتي شورا مهم رول لري. هغه زياته کړه چي د همدې رول له لاري ولايت مقام هڅه کوي چي سيمه ييزه حکومتولي تقويه کړي.

نوموړي وويل: موږ بايد د خپل وجدان، ضمير او هغه باور له مخي چي خلکو پر موږ کړی، تصميم ونيسو، تر څو د خلکو هغه غوښتنو ته چي زموږ څخه يې لري، مثبت ځواب ووايو.

د ولايتي شورا د اداري هيئت د ټاکنو په لړ کي سيدجان خاکرېزوال او عطاء الله عطاء د رياست لپاره سيالي کوله. عبدالقيوم او نعمت الله وفا د مرستيالۍ لپاره کانديد ول. خالده احمدي او سيداحمد سېلاب منشيتوب ته ځانونه کانديد کړي ول.

سيدجان خاکرېزوال د ۱۰ رايو په ترلاسه کولو د رياست لپاره بريالی سو. عبدالقيوم د ۱۱ رايو په ترلاسه کولو د مرستيالۍ او خالده احمدي د ۱۱ رايو په ترلاسه کولو د منشيتوب لپاره کاميابه سول.