کور / تازه خبرونه / په جلال اباد ښار کې د عامه کتابتون پر جوړېدو هوکړه وشوه

په جلال اباد ښار کې د عامه کتابتون پر جوړېدو هوکړه وشوه

د ننګرهار والي ښاغلي سلیم خان کندوزي د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر سره په لیدنه کې هوکړه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې به یو عامه کتابتون جوړ کړي،ترڅو د دغه ښار اوسیدونکې او د پوهنتون او ښوونځیو زدکړیالان او زده کوونکي ترې ګټه واخلي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري او ګرځنده چارو مرستیال زردشت شمس وویل د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې تر دا مهاله ځانګړی کتابتون شتون نلري او په دغه برخه کې د ولایت مقام د همکارۍ هیله وکړه.
نوموړی همدا راز د سپین غر هوټل ستونزې هم د ننګرهار والي سره د حل په موخه شریکې کړې .
د ننګرهار والي ښاغلي سلیم خان کندوزي ژمنه وکړه،چې په دغه ولایت کې د هر ډول فرهنګي او کلتوري هڅو ملاتړ کوي او په بشپړ ډول د کتابتون په جوړېدو او نورو برخو کې له دغه وزرات سره همکار دی .
نوموړی زیاته کړه، په دغه ولایت کې دې هغه ډول فرهنګي او کلتوري هڅو ته زمینه برابره شي،ترڅو ملي ګټې په کې خوندي وساتل شي .
دا په داسې حال کې ده،چې نن د لړم په ۲۶مه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال هم د ننګرهار والي سره د دې ولایت په شاهي ماڼۍ کې لیده کاته وکړل .