کور / سياسي / د رمز او راز حکومتدارۍ

د رمز او راز حکومتدارۍ

د راز او رمز په لوبه ، لوبغاړی ښه پوهيږي ، خپل کړه وړه له هر چا سره یې نشي مطرح کولی ، خپله ګټه او خپل شهرت ، استعداد، توانایې، صداقت، ایماندارې او علمیت په پایله کې سیال او ملګرې ته ښکاره کوي. په دې لړۍ کې د سیال غاښ برېښې ، دوست او خواخوږې ته سکون وربخښي.
سیاسي رازونه هم له ښکاره کېدا پرته خپلې موخې لري، اصولاً باید په ټولو مسایلو عام خلګ خبر نشي، دلته دوه خبرې دي: یوه دا چې که هر وګړی له ټولو سیاسي رمزو خبر وي کیدای شي د ښه احساس له مخې هېواد ته په زیان تمام شي. دوهمه خبر دا چې بهرنۍ څارګرې ادارې د ولس په منځ کې نفوس کوي ، له داسې مسایلو نه په آسوده ډول خپلې نفع ته ځان رسوي.
راځم دېته چې ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې حکومتدارۍ راز په کومو عناصر مزی کړی!
جوته ده چې د ولسمشرۍ په ټاکنیز کمپاین کې له ښاغلې غني سره له هر قوم ، توکم ، ژبې ، سمت ، تنظیم او هر دیار نه خلګ یوځای او نومړی یې د واک په ګدۍ کښېنول ، په توکمونو او اقشارو کې د جهادې رهبرانو او تنظیمونو رول هم مخکښ ول. دې ډلو تر هر چا ځان مستحق او د مکافاتو او لوړو پُستونو دعوه دار بلل.
غني هم له دوئ سره د هر څه سر ښورولی ؤ، خو کله چې واک ته ورسید یو دم لوبې بڼه واړوله ، په زړه یې لویه ډبره کیښوده د پښتنې او افغانیت دود و دستور یې شاته کړ ، قانون او اصول یې رامخ ته کړل، تخصص او سالمه تجربه یې د روابطو مخ ته سپر کړه ، ډیرې ګیلې مانې ورته وشوي و ګواښل شو چې سبا به بیا ټاکنې وي او ته به احتیاج یې ، خو ده د حکومتدارۍ د بنیادې ستنو د درولو هڅه پیل کړه.
که یې له عبدالله عبدالله سره په اجرائیه څوکۍ هوکړه وکړه او یایې په واک کې ورګډ کړ دا هم ځانګړی راز دی،
دلته یې د داسې مخالف اپوزیسیون مخه ونیوله چې د منطق نه بلکې د اناشیزم په ژبه یې خبري کولي له شرحي پرته ټولو ته هویدا ده، جان کیري په واشنګټن کې په واضیح توګه د میډیا په مخکې ووېل چې ولسمشر محمد اشرف غني هیڅ اړتیا نه درلوده چې عبدالله په حکومت ورګډ کړي، خو ښاغلي غنې د خپل ملت او خاوري د ساتلو لپاره چې افغانستان له تجزيې وژغوري او د ورورولي فضا حاکمه کړي، دا کار یې وکړ.
احمد شاه بابا هم د واکدارۍ په پیل کې د افغانستان د تجزيې له ويري د اقوامو له مشرانو سره سیاسي خېښیوي پیل کړي، چې کله یې هغه د ځان کړل بیایې په هندوستان ورمخه کړه ، وروسته یې ټول په قدرت ورګډ کړل، د ابدالې امپراتورۍ اسطوره یې داستانونه د افغانانو لپاره اوس هم له اهمیت نه لري نه دي.
د جهادې تنظیمونو رول د غني په حکومت کې کم رنګ او بې رنګ هم د رازونو د لړۍ قرباني دی. جهادې اشخاص که څه هم ډیر به غمجن وي او ځان به ورته په خپل کورکهول کې ښه نه برېښي خو دلته یوه ۱۳ کلنې تجربې ثابته کړه چې، دې انډیوالۍ او تنظیمي تسلسل؛ نه دا چې افغانستان یې د ثبات او پرمختګ په لور بوتلل، بلکې د اناشیزم او خودسرۍ بادونه یې را پورته کړل.
د ولسمشر غني کابېنه پنځوس په سلو کې د ده لخوا ټاکل شوي خو د ښاغلې عبدالله عبدالله ملګري او معرفي شوي وزیران هم د غني تر فلتر وتلي او داسي خلګ یې د ملت چوپړ ته را وړاندې کړل، چې ترشایې هیڅ داسې ځواکمن لاس نه برېښي چې وزیر صیب دې له قانون نه سرغړونه وکړي ، ولسمشر او اجرائیه رئیس دې د هغه د عزل او ګوښه کولو توان ونلري.
دلته یوه بله پرېکنده خبر داده چې د ښاغلې کرزي د کابینې او کړۍ دیارلس کلن مزی وشلېد ، ایله دومره وشو چې د حکومتدارۍ راز خپل لومړی ګام اوچت کړ .
افغانان د معاصر تاریخ په اوږدو کې تل له دوو پاچاهیوو نه د بیلګې په توګه یادونه کوي. یوه یې د احمدشاه بابا چې د افغانستان خطوط یې وټاکل او په ټوله نړۍ په رسمیت وپیژندل او وروسته یې امپراتورۍ تشکیل کړه. او بله یې د محمد ظاهر شاه څلویښت کلنه دوره وه چې، په افغانستان کې د شاهي نظامونو ټغر هم ورسره ټول شو، خو ددې زمامدارۍ له سکون او ارامۍ څخه په خوند یادونه کيږي، که څه هم دا دوره په داسې عصر کې وه چې نړیوالو بې سارې پرمختګونه پکې وکړل ، مګر افغانانو یې صرف له بې طرفه بهرني سیاست او کورني دربارې ډسپلین څخه نندارچیان وو او خوند یې ترې اخیست.
د احمدشاه بابا د زمامدارۍ راز او رمز د کورنیو شخړو او ناندریو په وړاندې بې مثاله وو ، کټ مټ اوس ته ورته خواستې او غوښتنې ډیرې وي، نوموړي په ډیره ځېرکتیا او ژمنتیا چارې سمبال کړي ، ډیر ژریې د وخت له قومي مشرانو او متنفذینو سره په دې توافق وکړ چې افغانستان د هر افغان کور دی، هر قوم او توکم پکې ځانګړی ځای لري او ټول په ګډ‌ه د لوی افغانستان په جوړولو کې باید ونډه واخلو.
لکه څنګه چې مي پورته هم اشاره کړې، احمد شاه بابا د قبېلو ډيری مشران په خېښیوو د ځان کړل، یاني سیاسي ازداوجونه یې ورسره وکړل، خپلو زامنو او لمسیانو ته یې له هر قوم او قبېلې نه ښځې وکړي، ټول هغه کسان یې د ځان کړل چې د حکومتدارۍ لپاره خنډ کیدل، د پاتې کسانو لپاره یې سمدستي دا اعلان وکړ چې، زموږ لپاره دا خاوره کمه او بسنه نه کوي ، موږ ددې جوګه کېدای شو چې امپراتورۍ تشکیل کړو او ویې ساتو، زموږ اړتیاوي ، زموږ د خلکو غرور، زموږ ځواک باید په دې خاوره کې محدود نشي.
پایله یې همدا شوه چې د هند ډيره خاوره یې څو ځله تر خپل واک لاندې راوسته، افغانستان هم له تجزیې او هم له خپلمنځې شخړو په امان کې شو او تاریخ یې هم په زرینو کرښو ولیکل شو، چې موږ ټول افغانان پرې ویاړو.

محمد ظاهر شاه ته شاهي پلارنی میراث پاتې وو، د احمدشاه بابا له دورې سره یې په زمانې لحاظ ډیر توپیر درلود هغه لوی افغانستان په اوسني افغانستان بدل شوی ؤ، همدارنګه د نړۍ سیال هیوادونه په هغه وخت کې لاله هانده د پرمختګ او تخصص په لور روان وو.
خو زموږ د شاهي راز بیا په خاموشۍ او چوپتیا کې ؤ، په شاهي نظام کې دربارې مقوله دا وه چې، خلګ باید د شاه تر تأثیر لاندې ژوند وکړي، که تعلیمات او لوړي زده کړي توسعه پیدا کړي، ډير ژر به خلک د واک او حکومتدارۍ په سهم کې ځان مستحق وبولي همدا سبب وو چې د مکاتیبو استادان به له متوسطې نه فارغ ول، حکومتې اکثره مامورین دولسم پاس او په یوه درې میاشتنې کورس استوار د ملت چارې پرمخ بیولې.
په خارجې سیاست کې هم ډيری هېوادونه د سیمې په کچه یوځای کېدل، د خپلو ګټو د لاسرسي لپاره یې ډول ډول کنفدرالي دولتونه، سازمانونه او تړونونه ایجادول، خو افغانستان متأسفانه د بې طرفۍ لاره ښه وبلله. که افغانستان له داسې سیمه ایزو سازمانونو سره یوځای وای ممکن د غویې (ثور) اووم او اتم بدبختې ورځې یې نه وای لیدلي، ولي چې دلته به هم د هېوادونو سپېنې او مشروع ګټې مطرح وې…

له هغه راپدېخوا مستقیم د ولسمشر حامدکرزی د حکومتدارۍ راز ته په څو کرښو کې اشاره کوم:
کرزی برسیره پردې چې له فطري لحاظه یو مهربانه او زړه سواند شخصیت دی، خو د قدرت رسیدو لپاره یو ښه سیاست مدار هم دی. په کومو حالاتو کې چې نوموړی قدرت ته ورسید، هغه ډير اسانه کار نه وو، ولي چې له امریکایې قواوو سره افغان الاصله غربيانو هم د زمامدارۍ لیڅې را بډ وهلي وې، شمال ټلوالې هم د مقاومت په دلیل ، پکول په سر سمول، لېکین کرزي له داسې تاکتیکونو کار واخیست چې تر ټولو فلترونو ووت آن تردې چې د بُن کنفرانس دده په غیاب کې نوموړی د افغانستان د مؤقتې ادارې مشر وټاکل.
د حامد کرزي د حکومتدارۍ یو بل مهم راز، کلونه وروسته خلګو ته مالوم شو، چې کرزی له امریکا نه بلکې د پاکستان له کوټې ښار نه له امریکایانو سره همغږی او را ملګری شو، په اروزګان ولایت کې چې پلارنی ټاټوبی یې ده په فعالیت پیل وکړ او ولسمشرۍ ته ورسید.
دیارلس کلنه حکومتولي یې له ډیرو لاسته راوړنو ډکه ده ګرچې د ناخوالو او مصبیتونو کمی هم نه وو، خو د کرزي عامه مقوله دا وه چې ما د افغانستان لپاره داسې څه وکړل چې تراوسه ندې شوي، ما د کلونو دښمنان چې یو د بل وینو ته تږي وو، په یوه دسترخوان سره راټول کړل. په امیانه ډول ( ما خرس، خوګ، پړانګ، ګیدړ، شغال او پیشو ټول په یوه کاسه سره را غونډ کړل).
د ولسمشر کرزي په دوره کې د حکومت هسته له همداسې توکمیز، تنظیمي، ګروپې او انډیوالي عناصرو څخه پېیل شوي وه، له همدې کبله استعداد او ظوابط د اړیکو او تشریفاتو قرباني ؤ، په اصل کې راز همدا وو چې دلته د هر زورواکې او قدرت طلبه خوله په یو نه یو سهم خوږه شوي وه.
ظرفیت، استعداد، صداقت، هوډمنتیا، اخلاص او تجربه اصل نه بلکې د ادارې لپاره یو مزاحمت بلل کیده.

د ولسمشر محمد اشرف غڼي ټاکنیز کمپاینې شعار (تحول او تداوم) به له ورایه راباندې ښه لیګېد. (لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړې، انسانان قدرت ته د رسیدو لپاره پاک، مقدس او له خچه وتلې شعارونه وړاندې کوي ، لېکين کله چې د واک په ګدۍ کېني بیا شعار شاته او لوبه مخې ته کړي) په اصل کې د دې شعار د تطبیق او په چارو کې د نوښت اړتیا احساسېدله چې د دې هېواد بعضي مسایل باید و پالل شي او بعضي له بیخه او بنیاده لري شي، چې داسې وشول. زما په اند چې ننی او پرونی حکومتي وېش سره پرتله کوم جوتېږي چې دلته لومړی ژمنتیا، تخصص، مسلکېتوب او ناپېیلتوب ته پام اوښتی. له فرعي کارونو نه اساسي او بسنټیزو کړنو ته مخه شوي له اړیکیږم نه پروفیشنلیزم ته تلوسه ډېره ده او تر ټولو مهمه دا چې ځوانان له مادونیت نه امریت او رهبرۍ ته خوځول کیږي غواړي درانه مسوولیتونه په ځواکمنو اوږدو کیږدي چې هم یې بوج پورته کړي او هم پېټی تر منزله سالم او مطمعین ورسوي. اوس د غني د حکومتولۍ راز او رمز په حقیقت کې د یوې استواره ، په پښو ولاړه، ویسا، خپلواکه، مسلکې او هوډمنه اداره ده، چې د سبا ورځي او راتلونکې لپاره ژمنه او حساب ورکوونکې پاتې شي.