کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني د آسیا زړه کنفرانس کي د ګډون په خاطر پاکستان ته ځي

ولسمشر غني د آسیا زړه کنفرانس کي د ګډون په خاطر پاکستان ته ځي

په پام کي ده چي د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په نیژدې ورځو کي اسلام آباد ته سفر وکړي.
اسلام آباد ته د ولسمشر غني د سفر موخه په د آسیا زړه کنفرانس کي ګډون کول دي، چي د پاکستان له خوا د افغانستان په باب جوړېدونکی دئ.
پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر اعلان د حکومت رسمي منابعو نه دئ کړی، خو اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پرون د وزیرانو شورا په غونډه کي ویلي وو، چي ولسمشر غني به پاکستان ته ولاړ سي.
تر دې دمخه داسي ویل کېده چي ښایي د اسلام آباد او کابل د اړېکو د خړپړتیا له امله ولسمشر غني دې کنفرانس ته ورنسي، خو پاکستاني مطبوعاتو هم تائېد کړې ده، چي دغه سر مشریزه غونډه به د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني او پاکستان د صدراعظم محمدنواز شریف له خوا په ګډه شروع سي.
راپورونه وايي په دې سیمینار کي به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په باب هم بحثونه وسي.
د افغانستان په باب په دې کنفرانس کي د اېران، چین، ترکمنستان، تاجکستان، اوزبکستان او هندوستان هیوادونو مشران هم بلل سوي دي. په پام کي ده چي د روسیې، سعودي، ترکیې، قزاقستان، قرغزستان، عرب اماراتو استازي هم ګډون وکړي.