کور / تازه خبرونه / لغمان: ۳۴معلولينو مسلکي زدکړي وکړې

لغمان: ۳۴معلولينو مسلکي زدکړي وکړې

په لغمان کې په ۳۴ تنو معلو لینو د مسلکي زده کړو د تر لاسه کولو وروسته د فراغت سندونه او اړوند وسایل وویشل شول.
د لغمان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هلو ځلو او د سویډن موسسې په همکارۍ په لغمان کې په هغو ۳۴ تنو معلولینو چې د اتو میاشتو په موده کې یې مسلکي زده کړې، کړې وې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکو او د سویډن موسسې د استازو په لاسونو پرې بري لیکونه او د اړونده مسلک برابر شوي وسایل وویشل شول.
په دغو ۳۴ تنو معلولینو کې چې د مرکز او الینګار ولسوالۍ له بېلا بېلو سیمو څخه دي ۱۸ ښځینه او ۱۶ نارینه شامل ول، چې د جامو ګنډلو، ګلدوزۍ، مهره دوزۍ، ستاره دوزۍ او پردو ګنډلو په برخه کې یې مسلکي زده کړې، کړې وې.
هغه غونډه چې په همدې موخه نن د لغمان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه پیل کې د یاد ریاست رئیس سید عبدالبصیر هاشمي د ښه راغلاست تر څنګ په دغه برخه کې د خپلو فعالیتونو او د سویډن موسسې په همکارئ رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې تر دې دمه د بېلا بېلو همکارو موسسو په مرسته ۹۹ تنو معلولینو ته مسلکي زده کړې ښوول شوي دي.
وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پر مهال په دغه برخه کې د سویډن موسسې او د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هلو ځلو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه معلولینو ته باید لکه د ټولنې د نورو وګړو په څېر په هره برخه کې د زده کړو او کار زمینه برابره شي تر څو وکولی شي خپلې ستونزې په خپله حل کړي او د نورو د اوږو بار نشي.
ښاغلي نعیمي وویل په لغمان کې د مسلکي زده کړو روزنیز مرکز لپاره ښکلې وداني شتون لري زموږ هڅه همدا ده چې د بې کارۍ د کچې په راټیټولو او د معلولینو تر څنګ بې روزګاره ځوانانو ته د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې دغه روزنیز مرکز د نننۍ نړۍ په عصري حرفو سمبال کړو چې په دې برخه کې په نړیواله مرستندویه ادارو هم غږ کوم چې د دغه روزنیز مرکز په سمبالښت کې پوره پوره ونډه واخلي تر څو خلکو ته د کاري فرصتونو چانس برابر شي.