کور / تازه خبرونه / د هند لومړی وزیر د افغانستان ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستله

د هند لومړی وزیر د افغانستان ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستله

کابل: دبي بي سي د خبرله مخې لومړي وزیر نرېندرا مودي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره یو ځای د ملي شورا نوې ودانۍ رسمي پرانیسته وکړه.
د افغانستان ملي شورا لپاره دغه ودانۍ د هند په ۲۲۰ میلیونه ډالره مالي مرسته رغول شوې ده
په ودانۍ کې د دواړو جرګو لپاره پنځه ودانۍ جوړې شوې، چې تالارونه او دفترونه پکې شامل دي.
دغه ودانۍ کې د افغانستان ولسي جرګې لپاره اوسمهال ۲۴۹ څوکۍ ایښي، خو ویل کېږي، چې پکې د ۳۶۰ څوکیو ايښودو ځای په پام کې نیول شوی دی
.دغه راز د مشرانوجرګې لپاره اوسمهال ۱۰۲ څوکۍ ایښې، خو وروسته کېدای شي په دغه تالار کې ۱۲۰ څوکۍ ځای پر ځای شي.
د یادې ودانۍ رغونې چارې نژدې لس کاله مخکې ۲۰۰۵ کال کې پیل شوې.
په لومړي سر کې د دغې ودانۍ لپاره نژدې ۲۵ میلیونه ډالر لګښت په پام کې نیول شوی و، چې وروسته د دغه لګښت کچه ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته ورسېده.
یاده ودانۍ کې د راتلونکو ۱۰۰ کلونو لپاره اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي.