کور / تازه خبرونه / وردګ والي:دولتي او نادولتي ادارې دي د طبعي پېښو دمرستي تيارئ ولري

وردګ والي:دولتي او نادولتي ادارې دي د طبعي پېښو دمرستي تيارئ ولري

طبیعي پیښو کې ځپل شویو کورنیو سره مرستې لپاره دې ټولې مسولې ادارې بشپړ چمتوالی ولري.

د میدان وردګو والي وايي طبیعي پیښو پر مهال زیانمنو شویو خلکو سره دې له وړاندې مسولې دولتې او نا دولتي ادارې بشپړ چمتوالی ولري، څو د انساني تلفاتو مخنیوی شوی وي.Maidan wardag

دا خبرې ښاغلي حیات الله حیات نن د دلو میاشتې په «۶» نیټه د اظطرار کمیتې میاشتنۍ غونډه کې وکړې او وویل، چې د مرستو شفاف ویش لپاره بنسټیزه سروې اړینه ده.

ددې غونډې په ترڅ کې  تیره اوونۍ کې بیلا بیلو ادارو د خپلو ترسره کړو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او پر یوشمیر مهمو مسایلو پریکړې وشوې.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات ټینګار وکړ، چې تر سختو واورو وریدلو او سیلابونو مخکې دې اړونده ادارې طبیعي پیښو سره چمتوالي او اړمنو خلکو سره مرستې ته لازم چمتوالی ولري.

هغه دغه راز وویل، چې طبیعي پیښو پروخت او عادي حالاتو کې د مرستو ویشلو شفافیت لپاره دې ټولې ادارې د یوې منظمې او اساسي سروې له مخې اړمن خلک مشخص او بیا دې مرستې په واک کې ورکړې.

د اظطرار کمیټې غونډه کې د میدان ښار او ولسوالیو اړوند د یوشمیر سړکونو پلچکونو رغولو په اړه هم بحث وشو، څو یې جوړلو لپاره کار ترسره او سیلابونو پر مهال یې له امله خلک زیانمن نشي.

په دې غونډه کې د کلیو پراختیا، طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي او سرې میاشتې ادارو مسولینو ویناوې وکړې او طبیعي پیښو کې یې خلکو ته د مرستو برابرلو برخه کې د خپل چمتوالي ډاډ ورکړ.

همدا رنګه مرکز بهسود ولسوالۍ کې د یو لوي ۴۰ متره پل په اړوند بحث شو او پریکړه شوه، چې د اړتیا له مخې یې سیلابونو څخه د زیانمنې شوې برخې ژغولو لپاره یو استنادي دیوال ورغول شي.