کور / تازه خبرونه / د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو جلب جذب په برخه کې دپام وړ اسانتیاوې رامنځته شويدي

د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو جلب جذب په برخه کې دپام وړ اسانتیاوې رامنځته شويدي

د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو جلب جذب په برخه کې دپام وړ اسانتیاوې رامنځته شويدي.
دغه څرګندونې دملي فوځ دجلب جذب دعمومي قومندانۍ ریس ارکان جنرال محمد خان سوله مل د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي سره په ناسته کې وکړې او د هېواد د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د (۰۴۴) ګڼې فرمان په موضوعاتو یې د کونړ والي سره خبرې وکړې ،سوله مل وویل د دغې فرمان له مخې ځوانانو ته د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جلب جذب په برخه کې دپام وړ اسانتیاوې رامنځته شویدي آن تر څلويښت کلنۍ پورې ځوانان کولای شي چې د امنیتي ځواکونو لیکو کې شامل شي او دخپلې خاورې او ولس خدمت وکړي ،
د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وویل د کونړ وطن دوستو او سوله خو ښو ولسونو تل دامنیتي او دفاعي ځواکونو سره بې سارې همکاري کړیده، د هغوي لیکې یې پیاوړي کړیدي دي ، د دولتي ادارو او ولسونو ترمنځ د قوي همغږۍ په اساس د هېواد په کچه د جلب جذب په برخه کې کونړ ولایت شپږم مقام خپل کړی دی ،چې دا د کونړ د خلکو د خپلې خاورې او ولسونو سره د بې سارې مینې او ولایتي ادارې د ښې رهبرۍ ښکاره بیلګه ده، ښاغلي کلیمزي ، د کونړ په ځوانانو غږ وکړ، چې په خپل پراخ حضور سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکې لا پیاوړې کړي او دجلب جذب نږدې مر کزونو ته مراجعه وکړي

صدیق الله پوپل