کور / خبرتیا او پيغامونه / احمد خان اڅکزی ۵۰۰ پښتنو ليکوالانو ته وېبپاڼي جوړوي

احمد خان اڅکزی ۵۰۰ پښتنو ليکوالانو ته وېبپاڼي جوړوي

افغان تجار او قومي مشر احمد خان اڅکزي اعلان کړی دی چي د (۵۰۰) پښتنو ليکوالانو ته به په خپل مصرف وېبپاڼي جوړي کړي او هغوی ته به يې په اختيار کي ورکړي. په دوبۍ کي د ښاغلي اڅکزي له دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي دغه اعلان د فرورۍ په ۲۱مه نېټه د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په وياړ سوی دی.احمدخان اڅګزی اچکزی

احمد خان اڅکزي ويلي چي د پښتون قوم د بقا او پرمختګ له پاره د پښتو ژبي پرمختګ او بقا ضروري او حتمي ده. د هغه په وينا په داسي حال کي چي د نړۍ د اوسنيو ژبو څخه تر نيمايي زياتي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي، پښتو لا هم په بشپړه توګه د سيالو ژبو سره د سيالۍ جوګه نه ده.

د دغه افغان تجار په فکر د پښتو د پرمختګ او بقا له پاره په عصري علومو او نوې ټيکنالوژي کي د دغې ژبي ورداخيلېدل او پياوړي کېدل ډېر ضروري دي. د هغه په وينا انټرنټ هغه وسيله ده چي په مرسته يې پښتانه تر يوې اندازې پښتو د نورو ژبو سره سيالي ته چمتو کولای سي.

ښاغلی احمد خان اڅکزی وايي چي د همدغه فکر پر اساس غواړي چي د ۵۰۰ افغان ليکوالانو له پاره د انټرنټ پاڼو د لرلو آساني برابره کړي. د هغه په وينا دی هيله لري چي دغه اقدام به په انټرنټ کي د پښتو ژبي د متونونو د لا زياتېدو او پياوړي کېدو سبب وګرځي.

زياته سوې چي د پښتنو ليکوالانو له پاره به نه یوازي دا چي د هغوی د خوښي سره سم ډومېن يا د وېبپاڼي نومونه رانيول کيږي، بلکه د هغوی له پاره به د پاڼي جوړولو څخه نيولې بيا تر ټولو نورو تخنیکي کارونو پوري مصارف په غاړه اخيستل کيږي. د دې له پاره چي دغه ليکوال خپله پاڼه په خپله وچلولای سي، نو هغوی ته به د ويډيويي کورسونو په مرسته تخنیکي روزنه هم ورکول کيږي. 

ويل سوي چي که څه چي د دغو پاڼو د جوړولو، وېب سپېس، ډومېن او نورو اړينو خدماتو ټول مصارف به تر پنځو کالو پوري احمد خان اڅکزی په غاړه اخلي، خو د دغو پاڼو ټول شفرونه يا پاس ورډونه او ورته معلومات او اختيارات به ټول په خپله د ليکوالانو په لاس کي وي. هغه په دې شرط چي دغه پاڼي به د کومي وسله والې، سیاسي یا ګوندي ډلې له پاره د تبليغاتو په موخه نه کارول کيږي.

په دوبۍ کي د احمد خان اڅکزي له دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي له پښتنو ليکوالانو څخه هيله سوې ده چي که غواړي خپله انټرنټ پاڼه تر لاسه کړي، نو دي د ګومارل سوي تخنیکي ډلې سره تماس ونيسي او ځان دي ورسره ثبت کړي. د نوم ثبتولو له پاره په دغه خبرپاڼه کي لاندنی ادرس ورکول سوی دی:

basarkai@yahoo.com

P.box 36209

Tel : 0097148854188