کور / تازه خبرونه / اجرائیه رئیس د سیګار له مشر سره په کابل کي وکتل

اجرائیه رئیس د سیګار له مشر سره په کابل کي وکتل

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تېر ماښام په کابل کي د افغانستان پربیارغوني د امریکا د څار د ځانګړي ادارې له مشر جان ساپکوسره وکتل.

په دغه کتنه کي چی تېر ماښام په سپیدار ماڼۍ کي وسوه دیادی ادارې پر کارونو او له فساد سره په مبارزه کي د افغانحکومت پر تازه اقداماتو بحث وسو.

د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چی د ملي یووالي حکومت د کارله پیله تر دې دمه له فساد سره جدي مبارزه کړې او یاده برخهکي خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چي سیګار دي په خپلو فعالیتونو اوراپورونو کي د شفافیت په هدف د افغان حکومت له کارکردیګوهم راپور ورکړي او په دې ډول دي له یادي پروسې ملاتړ وکړي.

هغه یادونه وکړه، چي په تیر کي د فاسدو فعالیتونو او په اوسکي د هغو کارونو پر ضد د تازه اقداماتو ترمنځ باید فرق وسياو دا دوه جلا موضوعات له یو بل څخه بیل سي.

د سیگار مشر جان ساپکو د فساد سره په مبارزه کي د افغانحکومت د مخکنیو او تازه اقداماتو ستاینه وکړه او زیاته یېکړه، چي دا هڅي د افغانستان له نړیوالو متحدینو سره دراتلونکو همکاریو لپاره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه، چي دوی به د شفافیت لپاره د ملي یوواليحکومت اوسني فعالیتونه په خپلو راپورونو کي ځای کړي او پهاړه یې نړیوالو ته معلومات ورکړي.

هغه له اجرائیه رئیس څخه غوښتنه وکړه، چي افغان حکومتدي د یادي ادارې د کار د بهترۍ په هدف له دوی سره خپليهمکارۍ زیاتي کړي.