کور / تازه خبرونه / د دایمرداد ولسوالۍ قومي مشران د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کیدل غواړي

د دایمرداد ولسوالۍ قومي مشران د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کیدل غواړي

د میدان وردګو ولایت د دایمرداد ولسوالۍ یوشمیر قومي مشران وايي د لا ښو روغتیايي خدمتونو لپاره دې دوی ته یو مجهز روغتون جوړ شي.image

یادو مشرانو نن د حوت میاشتې په «۹« نیټه ولایت مقام کې له والي ښاغلي حیات الله حیات سره وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

راغلو مشرانو له والي ښاغلي حیات څخه وغوښتل، چې دوی سره د کړې ژمنې په اساس دې ورته سیمه کې یو مجهز روغتون جوړ شي.

هغوی داهم وویل، چې امنیتي ځواکونه دې عملیاتو پر مهال  ولسي خلک او عامه ځایونه په پام کې ونیسي، څو په خبره یې خلکو او عامه ځایونو ته زیان ونه رسیږي.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات  وویل، چې  د ۱۳۹۵ کال پلان کې یې د یو شمیر نورو سیمو ترڅنګ دایمرداد ولسوالۍ روغتون هم په پام کې نیولی، چې سل بستریز روغتون ته به ارتقاع وکړي.

هغه وویل، چې په ټولو سیموکې به له قانون سره سم هیوادوالو ته د اړتیا سره سم په لازمه کچه یو شان روغتیايي خدمات برابریږي.

ښاغلي حیات ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونو ته تر عملیاتو د مخه د ملکي خلکو ژوند او عامه ځایونو د ساتنې  او پاملرنې سپارښتنه کیږي.