کور / راپور / څرنګه امریکا او افغان وارلاډانو فساد او رشوت عام کړ!

څرنګه امریکا او افغان وارلاډانو فساد او رشوت عام کړ!

د قراردادیانو جنګ

درنو لوستونکو: دا تحقیقاتي رپوټ د امریکا (د نیویارکر) مجلې په ویب ساېټ کي خپور سوی دی. لیکوال  ښاغلي ماتیو اکینزغواړي چي په افغانستان کي د امریکا قراردادي فساد راڅرګند کړي.  لیکوال باور لري چي په افغانستان کي د امریکا د قراردادونو فساد نه یوازي په سلهاوو افغان جنګسالاران وروزل، بلکي په افغانستان کي د امریکا د اوسنۍ ناکامۍ یو اساسي سبب همدا پراخ او حیرانونکی فساد دی. لیکوال واقعا د خپل رپوټ په تهییه کولو کي بلا کوي. البته، دا هم باید ووایم چي د نیویارکر مجله د امریکا مشهوره مترقي سیاسي مجله ده چي په امریکا او غرب کي زیات لوستونکي لري. لیکوال د حکمت ښادمن په ژوند، اني ثروت،او اوسني حقوقي مشکلاتو کي د امریکا په ملاتړ له پراخ او حیرانونکي فساد څخه پرده پورته کوي.  څرنګه چي رپوټ اوږد دی،‌ ما رپوټ ښه راخلاصه کړی دی. 

Wahed faqiri واحد فقيري

متن:

ښاغلي اکینز لیکي: ۱۵ کاله کیږي چي په افغانستان کي د امریکا جنګ روان دی. هلته امریکا په سلهاوو بیلونه ډالره ولګول. خو اوس سوال دا دی چي څرنګه ممکنه ده چي په افغانستان کي موږ دونه زیاتي پیسې ولګولي وي، مګر بیا هم نیتجه ئې دونه خرابه راووتله؟ موږ (امریکایان) په افغانستان کي یوازي ۱۱۳ بیلونه ډالره د بیاودانولو باندي ولګولې، چي دا رقم د مارشال پلان تر پیسو ډیري دي، خو افغانستان اوس هم په جهان کي تر ټولو غریب ملک دی. 

لیکوال ادامه ورکوي او لیکي: کله چي په افغانستان کي د امریکا عسکر زیات سول، او جنرال پتریس د امریکايي قواوو قومندان و.هغه وغوښتل چي په افغانستان کي د عراق تجربه تکرار کړي. جنرال پتریس د افغانستان و اقتصاد ته پیسې ور پمپ کړې.  هغه ویل: له پيسو څخه باید د وسلې په ډول استفاده وسي. هغه به مدام ویل: له پيسو څخه وسلې جوړېدلای سي. جنرال پتریس او نورو امریکايي جنرالانو په افغانستان او عراق کي جنګونه داسي عیار کړل چي د سترو امریکايي نظامي کمپنیو لپاره د ګټي او بزنس سرشاره او نه اوچيکیدونکي چینې وې. پداسي قراردادي جنګونه کي عموما سیاسي ستراتیژي او یا بل عالي  هدف محرک نه وي،‌ بلکي ګټه د جنګ محرک وي. 

بخوا، څرنګه چي د امریکا پوځ نه غوښتل چي تلفات وویني، نو بنا د امریکا اردو هڅه کوله چي هر څه  (اوټ سورس) مانا قراردادي کړي. په نظامي اډو کي پاک کاري، ډوډۍ، حفظ او مراقبت، او د امریکايي اډو د خارجي کمربندونو حفاظت ټول لیلام او قراردادي سول. 

په نیتجه کي،‌ د امریکا همدې قراردادي پالیسۍ داسي اداري فساد ترویج کړ چي نه یوازي امریکایان او افغانان فاسد سول،‌ بلکي د امریکایانو د مالیاتو په پیسو طالبانو هم مزې وکړې. څرنګه چي د امریکا پوځ هر شی ته ضرورت لاره، او هر شی باید د سړک له لاري له پاکستان څخه راغلی وای،‌ نو بنا د کاروانونو تګ راتګ کي ټرک ډرایوران مجبوره ول چي طالبانو ته د حق العبور لپاره جیجه ورکړي. د امریکا د اډو لپاره همدا کارواني اکمالاتي کاروانونه د طالبانو او نورو محلي زوراکانو لپاره د پیسو یوه غټه منبع سوه. 

د ۱۵ جنګ په بهیر کي، له یوه ځوان قریب ۲۸ کلن کندهاري حکمتالله ښادمن څخه یو میلونر جوړ سو. هغه د امریکا له قراردادونو څخه ۱۶۰ ډالره ترلاسه کړي دي. 

مګر ښاغلی حکمت ښادمن اوس په واشنګټن کي په عدلیې وزارت کي امریکايي افسرانو ته د رشوت ورکولو په جرم دوسیه لري. خو حکمت ښادمن وايي: زه بې ګناه یم. اما څو امریکايي افسرانوهغه پر خلاف د رشوت ورکولو په جرم اعتراف کړی دی، او ویلي دي چي حکمت ښادمن و دوی ته په لکهاوو ډالره رشوت ورکړی دی، او دوی په بدل کي هغه ته په میلونهاوو ډالره قرار دادونه ورکړي دي. 

لیکوال لیکي: ما په ۲۰۱۴ کي په کابل کي حکمت ښادمن ملاقات کړ.  هغه د افغان د مشهور هنرمن احمد ظاهر کور رانیولی دی، او د کابل په یوه ګڼه ګوڼه ځای کي ژوند کوي. حکمت ښادمن ښه انګریزي خبري کوي. د هغه په کور کي هر څه طلايي رنګه دي. 

حکمت ښادمن وايي: زه بې ګناه یم. زه د امریکا د سپیشل فورس د کورنۍ غړی یم. زه هغوی روزلی یم. ځکه نن ورځ دونه زیات ثروت لرم. 

په افغانستان کي د امریکا تر مداخلې مخکي (۲۰۰۱)، حکمت یو ۱۴ کلن هلک و. هغه د کندهار په زاړه ښار کي د مور او پلار او وړونو او خویندو سره ژوند کاوه. د حکمت پلار یو معلم و.

حکمت وايي: د طالبانو په دوران کي،‌ موږ ټیلفون، تیلویزیون، او نور شیان نه درلودل. طالبانو به کله نا کله موږ د مکتب شاګردان د کندهار سټیډیم ته بوتلو، او هلته به ئې خلګ اعدامول. هغه یوه توره دوره وه، او موږ د جهان سره رابطه نه لره. 

د طالبانو په دوان کي به حکمت او د ښار نور ښاري ځوانانو هندي فلمونه د طالبانو له محتسبانو څخه په پته کتل. پلار ئې بي بي سي پښتو  اورېده او نوټونه به ئې اخیستل. 

په ۲۰۰۱ کي کله چي امریکایانو د طالبانو رژیم ړنګ کړ، ګل اغا د امریکا د سپیشل فورس او سي ای اې په زور د کندهار ولایت ونیو. پدې وخت کي، د کندهار اقتصاد انکشاف کاوه، امریکايي قواوو زیاتي پیسې لګولې. په ښار او ټول  افغانستان کي خوشبیني وه. 

پدې وخت کي، د حکمت پلار مړ سو. او حکمت ښادمن مجبوره سو چي د خپل کورنۍ د نفقې لپاره د فرینج فرایز، سوډا،‌ او کوک کوکه خلاصه کړي. 

په ۲۰۰۲ کي، حکمت د امریکايي سپیشل فورس سره د پاک کاري او بیا ترجمانۍ کار پیدا کی. د حکمت یو همصنفي وايي: حکمت تل غوښتل چي ښه ژوند جوړ کړي. هغه تر موږ ټولو لایق هلک و. ښه انګریزي ئې زده وه. تل ئې ډېر درس وایه. 

پدې وخت کي، سپیشل فورس او سي ای اې د ملا عمر پخواني کور قبضه کړی و،  او همدا ئې اصلي اډه وه. پدې وخت  کي، ځوان حکمت ښادمن له امریکايي قواوو سره د ترجماني په بدل کيهره میاشت ۱۵۰۰ ډالره معاش اخیست. 

خو په ۲۰۰۷ کي حکمت ښادمن ترجماني پرې ښوده، او د کندهار په میدان کي د امریکايي قواوو سره قراردادونه ترلاسه کوي. 

پدې وخت کي، د کندهار د میدان زیاتره امریکايي قراردادونه د ګل اغا شیرزي او ورور رازق شیرزي پوري اړه درلوده. پدې ترتیب سمدستي حکمت ښادمن د هغوی سره په ټکر کي ولید. د امریکايي اشغال په اولو کلونو کي، ګل اغا شیرزي او رازق شیرزی د امریکا د سپیشل فورس او سي ای اې د اکمالاتو وظیفه پر غاړه لرله. هغوی د شیرزي ساختماني کمپنۍ له لاري امریکایانو ته اکمالات برابرول. 

په کندهار کي،‌ د ګل اغا شیرزي د ولایت په دوران کي ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ پوري، د امریکا سپیشل فورس، د سي ای اې غړو، او د ګل اغا شیرزي ملګرو په ګډه د طالبانو او خپلو کاروباري او سیاسي حریفانو پر کورونو باندي چاپي او مرګانۍ حملې کولې. پدې نیولو او قتلونو کي، زیات خلګ تلف سول. څو بالاخره د طالبانو زیاتره غړي دېته مجبوره سول چي پاکستان ته کډه وکړي، او د حامد کرزي او امریکایانو پر ضد وسله واخلي. 

په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کي،‌ امریکایانو غوښتل چي د ګل اغا شیرزي قراردادي انحصار راکم کړي، او هغوی حکمت ښادمن او څو نورو تنو ته خپل اول لاس قراردادونه ورکړل. 

له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ پوري،‌ د امریکا عسکر له ۱۴۰۰۰ څخه یو لک نفر ته ورسیدل، او قریب په همدې اندازه امریکايي او افغان قرار دادیان هم ول. 

یو برتانوی افسر وايي: هله د قراردادونو باران و. د پيسو او امریکايي ډالرو باران و. د وطن ریسک منیجمنټ امینتي کمپنۍ عاید په اتو میاشتو کي له پنځو لکو څخه ۵۸ میلونو ډالرو ته ټوپ وهل.  پدې وخت کي،‌ د کندهار میدان د امریکايي قواوو غټ مرکز و. خپل بازار ئې لاره. او په هفته کي قریب دوه میلونه ګیلنه تیل ئې یوازي د برق د تولید لپاره سوځل. په زرهاوو لارۍ د امریکايي قواوو لپاره په اکمالاتو لګیا وې. د امریکا پوځ پیسې په چهار ښاخو بادولې. پدې وخت کي، ګل اغا شیرزي، حکمت ښادمن، او څو نور کسانو د «اول لاس» په نامه قراردادونه اخیستل، او بیا ئې پر نورو باندي په کمیشن خرڅول. 

پدې وخت کي، اداري فساد او رشوت د امریکا په پوځ کي او په تیره بیا په قراردادي دفترونو کي ښه پیرمانه شروع و. هغوامریکايي افسرانو چي په قراردادونو کي ئې کار کاوه، اکثرهفساد او رشوت خوره ول. هغوی ته همدې اول لاس قرار دادیانو رشوت ورکاوه. 

یوې امریکايي افسري ټونيا لانګ چي اوس په امریکا کي په افغانستان کي د رشوت په جرم پنځه کاله بندي ده وايي: ټولو رشوټ خوړی. افغان قراردادیانو و امریکايي افسرانو ته په لکهاوو ډالره رشوت ورکاوه، څو ښه قراردادونه ترلاسه کړي. میرمن لانګ په(وي سي ار) کي یو میلونه ډالره امریکا ته رانقل کړي وې، څو بالاخره ګرفتاره سوه. 

په ۲۰۰۸ کي، د حکمت ښادمن عاید قریب ۸ میلونه ډالره ورسید.خو له ۲۰۰۷ څخه بیا تر ۲۰۱۱ پوري ئې ۱۶۷ میلونه ډالره پیدا کړي دي. هغه اوس د کندهار له شتمنو خلګو څخه و. هغه واده کړی دی. حج ته تللی دی. اروپا ته ئې سفرونه کړي دي. پیرس ئې لیدلی دی. اوس، د روژې په میاشت کي خیراتونه کوي. خلګو ته پیسې ورکوي. ګران او قیمتي شیان رانیسي. 

د ۲۰۰۷ په جریان کي، حکمت ښادمن د طالبانو له فشار او تهدید سره مخامخ سو. د هغه د ورور د برمته کیدو تهدید وسو. د هغوی پر دروازې باندي تهدیدي لیکونه ځوړند سول. 

بالاخره په ۲۰۱۰ کي د امریکا کانګرس په افغانستان کي د قراردادي فساد په باره کي تحقیقاتو پیل کړل، او حکمت ښادمن په ګوته سو. څیړنو وښوده چي حکمت ښادمن و طالبانو ته د خپلو کاروانونو د سالم تګ راتګ په بدل کي جیجه او رشوت ورکوي. خو په همدې کال کي د جمهورریس حامد کرزي ورور، د قسیم فهیم ورور، او د کابینې نورو غړو د کابل بانک چور کړ. هغوی یو بیلون ډالره غلا کړې. د کابل بانک فلمي لوټ د قرار دادونو د تحقیقاتو کار څه وځنډوی. 

خو د ۲۰۱۱ په مینځ کي، د حکمت ښادمن قراردادونه بند سول. وروستیو تحقیقاتو وښوده چي د حکمت ښادمن په تورنولو کي رازق شیرزي لاس لاره، ځکه حکمت ښادمن د شیرزي د کورنۍ سره د امریکايي قراردادونو په برخه کي رقابت کاوه. ځيني وايي چي رازق شیرزی حکمت ښادمن ځکه د امریکایانو په لاس ورکړ چي شیرزي غوښتل چي د امریکایانو سره خپل ناروا معاملې پټي کړي. 

خو د ۲۰۱۲ په اکټوبر کي، د امریکا پوځ حکمت ښادمن ونیو، اولاس تړلی ئې د بګرام محبس ته بوت. امریکايي عسکرو د ښادمند سر وریښتان وخروي، لڅ لړپړ ئې ودروی، او د اوبو په نلکه ئې پرې ولی. حکمت ښادمن په هغه امریکايي زندان کي شپې او ورځي تیرولې چي یو وخت ئې د امریکايي سپیشل فورس سره یو ځای نور افغانان وراستول. 

د امریکایانو سره له کلونو کار او خدمت څخه راوروسته، حکمت ښادمن پدې وخت د طالبانو سره په مرسته کولو متهم و. هغه پدې باب وايي: په پښتو کي یو متل دی چي وايي دوې هندواڼې په یوه لاس کي نه نیول کیږي. زه چي کله ۱۵ کلن وم، د امریکایانو سره ملګری سولم.  زه د سپیشل فورس د کورنۍ یو غړی یم. ما د طالبانو پر ضد کار کړی دی. 

له څو میاشتو بندي توب څخه راوروسته، حکمت ښادمن بې ګناه اعلان سو، او د بګرام له زندانه ازاد سو. د امریکا تحقیقاتو وښوده چي هغه د ګل اغا شیرزي لخوا تورن سوی و، ځکه چي ښادمن په بزنس کي د هغه حریف و. 

ګل اغا شیرزی پدې باب  وايي:  ښايي حکمت ښادمن طالبانو ته پیسې ورکړي وي. مګر دا کار ټولو کاوه. خو خبره دا ده چي حکمت ښادمن قدرتمن سړی نه و. هغه نه سوای کولای چي  خپل کاروانونه پرته له رشوت او پیسو څخه تیر کړي. 

لیکوال لیکي په افغانستان کي د امریکايي اشغال په دوران کي (۲۰۰۱ – ۲۰۱۶)، هغو افغانانو چي د امریکا د مداخلې له وجي ثروتمن سوي دي،‌هغوی په ډوبۍ کي کورونه او مانۍ راخیستي دي. هلته د امریکا په پیسو عیشونه کوي. په ۲۰۱۳ کي، حکمت ښادمن په ډوبۍ کي په ۴۳ میلونو ډالرو باندي یو کور واخیست، خو کله چي ئې پیسې ور انتقالولې، د هغه پیسې د کابل حکومت ور کنګل کړې. 

لیکوال لیکي: تیره مارچ میاشت په کندهار کي وم. د کندهار په میدان کي هغه پخوانی بیروبار نه و. نور د قراردادیانو د لاریوکتارونه نه ول.

که څه هم، جمهورریس اوباما غوښتل چي امریکايي عسکر ژر له افغانستان څخه راوباسي، خو د کندوز سقوط او د طالبانو زیاتیدونکو حملو د امریکايي عسکرو راوتل وځنډول. ځکه د کابل حکومت په یوازي سر د ځان دفاع نه سي کولای، او که یوازي پرې ښودل سي، سقوط کوي. 

اما په عین زمان کي د امریکا په حکومت کي دا مفکوره کرار کرارغالبه کیږي چي د افغانستان جنګ نه ګټل کیږي، او مصارف ئې د امریکا لپاره زیانمن دي. دغه راز، ځیني امریکايي مامورین وايي چي په افغانستان کي جنګ یوازي په طالبانو او القاعدې پوري نه دی تړلي. په بل عبارت، د افغانستان جنګ ډیر مغلق دی. امریکايي مامورین وايي د افغانستان د حکومت لوی دښمن اداري فساد دی. 

په هر حال، کندهار کي خلګ وايي چي حکمت ښادمن ځکه په نښه سو چي مقتدر جنګسالار نه و. هغوی وايي په افغانستان کي تل لوی غله بې غمه ګرځي، او کوچني غله کله نا کله نیول کیږي. کندهاریان وايي امریکا ګل اغا شیرزی نه ګرفتاره کوي، ځکه چي هغه د سپیشل فورس او سي ای اې ملګری دی. ځیني کندهاریان وايي چي حکمت ښادمن د شطرنج د پیاده غوندي استعمال سوی دی. ځکه خور زورواک میلې کوي، او حکمت ښادمن غوندي بې کسه سړی په ډار کي ژوند کوي. خو ګل اغا شیرزی وايي چي د امریکا پيسې هم د افغان حکومت وهلې او هم طالبانو وهلې. 

1