کور / تازه خبرونه / په لغمان کې د زون په کچه د دیني علماوو کنفرانس جوړ شو

په لغمان کې د زون په کچه د دیني علماوو کنفرانس جوړ شو

په لغمان ولایت کې د ولایت مقام په نوښت د سولې او ثبات د ټینګښت،نیشه يي توکو او غصب پر وړاندې د مبارزې په تړاو د زون په کچه لوی او مهم کنفرانس جوړ شو چې په کې د لغمان،ننګرهار،کونړ او نورستان ولایتونو په لسګونو جیدو دیني علماوو برخه اخیستې وه.لغمان والي عبدالجبار نعیمي،په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي برید جنرال نقیب الله محبت،د ولایتي شورا په استازیتوب حاجي محمد  ظاهر حسین خیل او یو شمیر نورو دولتي چارواکو هم  کې حضور درلود.لغمان د علماو شورا

پیل کې د لغمان ولایت د حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمي د کنفرانس برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کنفرانس د جوړیدو پر موخو او اهمیت خبرې وکړې، نوموړي وویل چې لغمان ولایت مقام دا پریکړه وکړه چې د سولې او ثبات د ټینګښت،نیشه يي توکو او غصب د مخنیوي په اړه د زون ټول جید دیني علماء دغه ولایت ته را دعوت کړي ترڅو د همدې ملي موضوعاتو او ستونزو په اړه خپل دریځ او پریکړه اعلان کړي.

وروسته په خپل وار سره د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقاني،د لغمان ولایت د علماوو شورا رئیس مولوی عبیدالله الکوزي،د کونړ ولایت د علماوو په استازیتوب دوکتور عبدالبصیر بصیرت،مولوی عبدالغفور خمیني، مولوی نعمت الله یوسفزي په خپل وار خبرې وکړې د ولس او نظام پر ضد روانه جګړه یې جهاد نه بلکې فساد یاد کړ او په ټینګه یې وغندله له ولسونو یې وغوښتل چې له خپل نظام سره همکاري وکړي او دهغه کسانو د ناروا کړنو مخه ونیسي چې باطله لاره یې غوره کړې ده، دوی پر مخالفینو غږ وکړ چې د حق پر لاره چې سوله ده خپل مزل  پیل کړي او نور پیل شوې ناروا جګړې ته د پای ټکي کیږدي.

د زون جیدو دیني علماوو د نیشه يی توکو او غصب پر حرمت هم خبرې وکړې او د اسلام د مقدس دین په رڼا کې یې د نیشه يي توکو او غصب پر حرمت او زیانونو ولس ته پیغام ورکړ دوی هغه کسان له اسلامي لارښوونو او احکامو سرغړونکي وبلل چې د نیشه يي توکو په کښت،قاچاق،تولید او استعمال کې ښکیلوي او یا د ځمکو په غصب کې لاس لري، علماوو په خپلو خبرو کې له دولت وغوښتل چې د ځمکو غاصبین ګرفتار او مجازات کړي او هغه کسانو ته هم سخته جزاء ورکړي چې د نیشه يي توکو په کښت او قاچاق کې لاس لري.

د کنفرانس برخوالو د لغمان ولایتي ادارې د دې اقدام ستاینه او ملاتړ وکړ چې د حکومت په چارو کې یې د علماوو رول او مشورې ته لومړیتوب ورکړی دی، دوی ټولو په یو غږ د خپل دولت او امنیتي ځواکونو  څخه هم  ملاتړ وکړ له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د بشر دوستۍ او همدردۍ پر اساس همکاري وکړي.

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي برید جنرال نقیب الله محبت، د ولایتي شورا استازي حاجي محمد ظاهر حسین خیل د خپلو خبرو پرمهال هغه کسان د ولس او خاورې دښمنان وبلل چې په روانو جګړو، د نیشه يی توکو په کښت او د ځمکو په غصب کې لاس لري، دوی د ولایتي ادارې پر دې اقدام خوښي څرګنده کړه چې په قاطعیت سره یې د لغمان د پرمختګ او امنیت لپاره جدي تلاش پیل کړی، له علماوو یې وغوښتل چې د خپل دولت سره نور هم همکار شي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د جوړشوي کنفرانس ټولو برخوالو ته ښهAbdul jabar naimi راغلاست وویلو او علماء یې د ټولنې هغه څراغونه یاد کړل چې ټول ولس یې د لارښونو تر رڼا لاندې ژوند کوي، لغمان والي د امنیت په تامین،د تل پاتې سولې په منځته راتګ، د نیشه يي توکو د کښت په مخنیوي او د غصب پر ضد مبارزه کې د علماوو پر اساسي همکارۍ ټینګار وکړ او له ټولو علماوو یې وغوښتل چې د روانو ناخوالو او بدمرغیو په مخنیوي کې له دولت سره همکار شي.

لغمان والي وویل چې د ملي یووالي د حکومت تګلاره دا ده چې علماء باید د حکومت په ټولو چارو کې مشارکت ولري او همیشه د   دولت د تګلارو او کړنلارو په پلي کیدو کې مرسته او همکاري وکړي نوموړي د دې یادونه وکړه چې د لغمان ولایت ټولې ستونزې او ناخوالې یې په ګوته کړې دي که چیرې علماء د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جوماتونو او دیني مرکزونو څخه ولس ته مثبت پیغام ورکړي ډیرې شته ستونزې به هوارې شي او ولسونه به د هوسا او ارام ژوند ساه واخلي.

لغمان والي په دغه کنفرانس کې اعلان وکړ چې ډیر ژر به هغه کسان چې په دولت کې کار کوي مګر د نیشه يي توکو په کښت،قاچاق،د ځمکو په غصب کې لاس لري او یا له مخالفینو سره همکاري کوي ولس ته به یې په ډګه او قانوني چلند به ورسره وکړي.

لغمان والي پر علماوو غږ وکړ چې په خپلو سیمو کې د ناروا کړنو،شخصي بدیو،نفاق،د ځمکو پر سره شخړو او نورو ټولنیزو ستونزو د مخنیوي لپاره خپل غږ اوچت کړي او په دې لاره کې خپل اسلامي مسوولیت اداء کړي. همداشان نوموړي له علماوو وغوښتل چې هغه کسان له جګړې را وګرځوي چې  د پردیو په اشاره  خپل ولس وژني.

د کنفرانس په وروستیو کې  ټولو برخوالو جیدو دیني علماوو د سولې او ثبات د ټینګښت، د نیشه يی توکو او غصب پر وړاندې د مبارزې په اړه خپلې پریکړې اعلان کړې چې ډیر ژر به د دغه ولایت په ټولو جوماتونو کې ولس ته اعلان شي، د همدې پرېکړو پر اساس د مخالفینو له لوري روانه جګړه وغندل شوه، د نیشه يي توکو او د ځمکو د غصب حرمت هم ولس ته ابلاغ شو.