کور / تازه خبرونه / دافغانستان او روسیې د اقتصادي او سوداګریزوهمکاریو د ګډ کمیسیون دریمه ناسته جوړه شوه

دافغانستان او روسیې د اقتصادي او سوداګریزوهمکاریو د ګډ کمیسیون دریمه ناسته جوړه شوه

د افغانستان او روسیې هیواد ترمنځ د اقتصادياو سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون دریمه ناسته د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د روسې فدراتیف د انرژي مرستیال وزیر ښاغلي یوري سینتیورین په مشرۍ چې په کې د روسې هیواد نژدې د 50 شرکتونو استازو ګډون کړی وو، Afghanistan Russia economicد کب د میاشتې په 12 مه د دوو ورځو له پاره د انټرکانټینینټل په هوټل کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو، نفتي توکو، پانګونې، سوداګرۍ، ترانزیټ، د ظرفیت لوړولو، صنعت، افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې، ریل پټلۍ، انرژۍ،ترانسپورټ، لوړو زده کړو او نور مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د مالیې وزیر په پرانیسته وینا کې د روسیې هیواد پلاوي نه د راتګ مننه وکړه او ویې ویل: “د اقتصادي همکاریو رامنځ ته کول د هیوادونو ترمنځ دوستي پیدا کوي. د افغانستان او روسیې ترمنځ داقتصادي همکاریو د کمیسیون جوړول د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ یوه نوې پاڼه پرانیستې ده. ده زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې له پاره ډیر اسانه شرایط او امتیازات برابر کړي دي چې د روسي پانګه وال هم کولی چې ددې فرصت څخه ګټه واخلي.’’

د روسې هیواد د پلاوي مشر او د انرژۍ مرستیال وزیر ښاغلي یوري سینتیورین په خپلو څرګندونو کې وویل چې اوسمهال دافغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو کمیسیون په یو بشر دوستانه ارګان باندې بدل شوی دی او اصل موخه یې په سیمه کې د ترانسپورټ، انرژۍ او لوړو زده کړو له لارې د پرمختګ راوستل دي.”

یاده ناسته نن پیل شوه او د دویمې ورځې له پاره به هم دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او روسیې هیواد د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون دویمه ناسته د وږې میاشتې په ۱۲ مه په کابل کې او لومړۍ ناسته یې په مسکو کې جوړه شوې وه.