کور / تازه خبرونه / په پېښور کې افغان قونسل خپلې لاسته راوړنې په گوته کړى

په پېښور کې افغان قونسل خپلې لاسته راوړنې په گوته کړى

په پېښور کې افغان قونسل عبدالله پويان له پېښوره خپرويد ونکي پښتو ورځپاڼې ( وحدت ) سره په ځانگړې مرکه کې چې نن خپره شوې ويلي دي چې افغانستان دپاکستان په گډون له ټولو گاونډيوهېوادونو سره غوره اړيکي غواړي ،له پاکستان سره نيږدې اسلامي ،کلتوري او تاريخي اړيکې لرو،اوپاکستان په افغانستان کې سولې ته ژمن دى،په افغانستان کې د سولې لپاره څلوراړخيزې غونډې روانې دي چې د چين اوامريکاغوندې سترهېوادونه هم په کې دي ،نوموړي زياته کړه چې که په افغانستان کې سوله راځي نودا به دټولو گاونډيانو پر گټه وي ،پويان دا هم ويل چې د خېبرپښتونخوا له ستروزير پرويزخټک سره يې گڼې ليدنې شوې اوترې يې غوښتي چې دافغان کډوالو په کمپونو کې داوبو اوبرېښناستونزو ته پاملرنه وکړي او له افغانانو د برېښنا زياتې پېسې راخيستل کېږي د دې دې مخه ونيول شي نوستروزيرپرويزخټک دبرېښناپه نرخ کې دپاکستانيانو او افغانانو تر منځ توپيرد له منځه وړلو ډاډراکړې دى نوموړي داهم وويل چې له پرويزخټک سره يې د افغان ناروغانو ددرملنې په اړه هم خبرې کړي دي باور يې راکړى چې څو ايمبولانسونه به ورته ځانگړي کړاى شي چې تورخم ته به ځي او ناروغان به د خېبرپښتونخوا بيلا بيلو روغتونونه په درنښت رارسوي او ښه درملنه به يې کيږي نوموړي دا هم ويلي چې دخېبرپښتونخوا له ستر وزيرخټک اود نوموړي ايالت د جيلونود چارو له وزيره يي غوښتي چې د افغان بنديانو ليست راکړي، زمونږ پو پلاوي د٦ زندانونو دوره هم کړې ده ،اودبنديانو له حاله يې ځان خبرکړې ،ايالتي حکومت له نيک نيتۍ له مخې ٦ افغان بنديان خوشي کړي هم دي، دافغان سوداگرو دستونزودحل په اړه پويان وويل چې په اړه يې له دايالت له والي او ستر وزير سره هم کتلي دي او خېبرپښتونخوا څخه ترتورخمه له هرگاډي څخه ٦٥٠ ډالره غيرقانوني اخيستل کېږي چې دواړه مشرانوله خوايې د مخنيوي ډاډ يې راکړل شوى دپوليسوله خوا دافغانانو د تنگولو په اړه عبدالله پويان زياتوي چې ستروزيرپرويزخټک پوليسوته لارښونه کړې ده په دې اړه پوښتنه وکړي اونوټس يې واخلي او ټولو تاڼوته ويل شوي چې که کوم پوليس دافغانانو په تنگولو کې گرم وپيژندل شو نو پرخلاف به يې گام پورته کړاى شي