کور / سياسي / د سولي خبري او پنچره دپلوماسي

د سولي خبري او پنچره دپلوماسي

که څه هم د طالبانو وروستۍ اعلامیه په اسلام اباد کي د سولي پهراتلونکو خبرو کي پر نه ګډون باندي ټینګار کوي، خو اغلب ګومان دا دی چي د کابل حکومت او طالبانو تر مینځ به بالاخره مخامخ د سولي خبري په اسلام  اباد او یا کوم بل ځای کي ډېر ژر یو ځل بیا پیل سي.  ځکه دا ځل به د امریکا تلوار او فشار چا ته د دې جرات ور نه کړي چي د مذاکرې میز ته را نه سي. دغه راز غالب ګومان دا هم دی چي امریکا غواړي چي د افغانستان له ۱۵ کلنجنجاله ځان په څه آب او عزت خلاص کړي. خو اوس پوښتنه دا ده چي ایا د واشنګټن دا هیله به پوره سي او کنه؟ 

Wahed faqiri واحد فقيريزما ګومان دا دی چي واشنګټن به دا واري خپل عظیمي کوښښ وکړي چي د دې ځل خبري څه نتیجه ورکړي. ځکه امریکایان د افغانستان له جنګه ستړي سوي دي. له یوې خوا د افغانستان دجنګ مصارف زیات دي، او له بلي خوا حاصل ئې صفر دی. خو دا احتمال بیخي ډېر دی چي په افغانستان کي به د امریکا دا روانعذاب او مصیبت ژر ختم نه سي.

 

ولي؟

 

څرګنده خبره ده چي په افغانستان کي د امریکا اوسنۍ پالیسي ناکامه ده. بنا واشنګټن فیصله کړې ده چي له طالبانو سره له خبروپرته بله چاره نسته. امریکا نور طالبان خپل اول درجه دښمن نه ګڼي، بلکي د طالبانو سره سازش ته چمتو ده. بل دا چي دا خبره هم ښکاره ده چي په کابل کي د امریکا په ملاتړ اوسنی نصب سوی حکومت د دې جوګه ندی چي پرته د امریکا له نظامي مټڅخه په کابل کي ډېره موده ژوند او ګوزارن وکړي. فرضا که چیري دا حکومت سقوط وکړي، په اغلب ګومان احتمالي ځایناستی ئې طالب دی. دا به نه یوازي د واشنګټن لپاره لوی او تاریخي شرم وي، بلکي په سیمه کي به خلګ داسي وانګیري چي پنځو لغړو طالبانو د جهان لوی سپور پاور مات کړ. دا به ضرور د امریکا برم ته لویه صدمه ورسوي. نو بنا، واشنګټن پرته له مذاکراتو بل الټرنټیف نه لري. واشنګټن خپل ټول امید د سولي په خبرو پوري تړلي دي. او ښايي دا پلا د سولي د مخالفانو سره جدي چلن وکي. 

همداراز، داسي ښکاري چي پاکستان هم مجبوره دی چي د زیاتیدوکي مذهبي افراطیت او ورسره مل تشدد او عامي تباهيغم وخوري. په عمومي توګه د پاکستان مدني ټولنه د افغانستان او هند پر خلاف د اسلام اباد د مذهبي افراطیت د ملاتړ او تشویق له پالیسۍ سره جوړه نده. دننه په پاکستان کي د مذهبي افراطیانو وحشتناکه حملو د پاکستان خلګ د اسلام اباد د افراطیت محوره پالیسۍ څخه بیزاره کړي دي. اګاه او پوه پاکستانیان ویني چي وطن ئې کرار کرار په سیمه او جهان کي منزوي کیږي. اقتصاد ئې د دوامداره رکود په حال کي دی. او په عین زمان کي د هند او امریکا روابط په زیاتیدونکې توګه توسعه او پراخیږي. د ایران سره د امریکا نوي پراخیدونکي روابط هم باید هرومرو پاکستان څه نوروارخطا کړی وي. نو بنا، اسلام اباد د سولي د خبرو ملاتړ کوي.

په سیمه کي، له هنده رانیولې بیا تر روسیې او ترکیې پوري په افغانستان کي د ثبات او د سولي د خبرو پلویان دي. ټول په افغانستان کي ثبات د خپل ځان امن ګڼي.

خو د سولي د فعلي خبرو یو لوی نقصان دا دی چي په ټولو خواوو کي دپلوماسي کمزورې او بې نوم او نښانه ده. د دخیلو خواوو یوېخوا هم وتلي او نامتو دپلوماتان و دې ماموریت ته نه دي موظف کړي. بلکي د ټولو خواوو دپلومایتک هیت دونه ګمنامه دي چي د پیداکولو او یادولو لپاره باید خامخا ګوګل سي.

د دپلومانيک ضعف په ارتباط، اول د کابل حکومت یو لاس ندی. دننه په حکومت کي د سولي د خبرو سره مخالفت زیات دی. اکثره وارلاډان سوله نه پیژني او عموما ترې ډارېږي. د دې تر څنګ، د افغان حکومت عمومي ګډوډي او بې کفایتي د سولي په پروسه کي هم لیدل کیږي. داسي ښکاري چي په کابل کي هیڅوک د دې کار مسول ندی، او د هر څه په باره کي په اخر ساعت کي تصمیم نیول کیږي. داسي برېښي چي د افغانستان خارجه وزارت د سولي لپاره نه کومه مشخصه ستراتیژي لري، نه کوم خاص فکري او سیاسي چوکاټ ورته لري. بس هر څه د الله په توکل روان دي. 

دغه راز، په طالبانو کي هم ګډوډي ډېره سوې ده. د ملا عمر د مرګ تر اعلان راوروسته، په هغوی کي نفاق او جنګونه ډېر سوي دي. هره ورځ د سولي په ارتباط ضد او نقیض دریځونه نیسي. که څه هم د هغوی د قطر په دفتر کي د طیب اغا له لیري کیدو راوروسته عباس ستانکزی مقرره سوی دی، خو ګډوډي زیاته سوې ده.

په همدې لړ کي، تر ټولو مهمه دا ده چي د افغانستان په مورد کي د امریکا دپلوماسي هم له کیفي لحاظه کال په کال راټیټیږي.کاوالټي ورو ورو خرابیږي، او عموما بې تجربه ځوانانو ته لوی مسولیتونه د موقت وخت لپاره ورسپارل کیږي. د امریکا په خارجه وزارت کي د افغانستان ډیسک د پخوا په شان بې نظمه او بې جهته غوندي ښکاري. د افغانستان لپاره اکثره امریکايي دپلوماتانبې نوم او نښانه کسان دي. زیاتره ئې د افغانستان سره چندان علاقه نه لري، او مازي خپله ورځ تیروي. ځيني ئې صرف د دې لپاره په افغانستان کي کار کوي چي ژر تر ژره ترفیع ترلاسه کړي، معاش ئې جګ سي، او د تقاعد کولو لپاره ئې کلونه او وخت راکم سي. 

نوبنا، زما ګومان دا دی چي د سولي لپاره شرایط اماده دي،‌ خو په ټولو دخیلو خواوو کي دپلوماسي ضعیفه او پنچر بویه. 

 

والسلام

واحد فقیري – واشنګټن

مارچ ۶، ۲۰۱۶