کور / راپور / د افغان ملت ګوند نن د خپل ګوند پنځوسمه کليزه ونمانځله

د افغان ملت ګوند نن د خپل ګوند پنځوسمه کليزه ونمانځله

هغه غونډه چې د ګوند په مرکزي دفتر کې ترسره شوه د ګوند د عالي او اجراییه شورا غړو ، د ولایتي جرګو منشیانو ، علماوو ، د ګوند پخوانیو کدرونو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.

Afghan millat party افغان ملت ګوند کليزهغونډه د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت اود ملي سرود په غږولو پیل شوه ، ورپسې د ګوند لوی منشي او سرپرست مشر ښاغلى پوهاند دوكتور عبدالقيوم عارف پرانیستونکې وینا وکړه او زیاته یې کړه چې افغان ملت ګوند د ډیموکراسۍ په لسیزه کې د ټولنې د اړتیا په اساس د یو ملي او سیاسي جریان په توګه تاسیس شو. د هغه په وینا ګوند د مختلط اقتصادي نظام پر بنیاد جوړ او د دولتي سکتور له خوا د خصوصي سکتور سره په مرسته کې د هېواد د اقتصادي ودې د پالیسۍ پلوي کوي.

د ښاغلي عارف په وینا ګوند په ولسمشریزو ټاکنو کې د عالي شورا د پرېکړې سره سم د ښاغلي اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ، خو کومې وعدې، چې ښاغلي ولسمشر هغه وخت له افغان ملت ګوند سره کړې وې، متاسفانه چې تر اوسه پورې د هغو د تر سره کېدو څرک ونه لګېد.   

اوسنی دولت چې زموږ په مرسته رامنځته شوی، که څه هم یو شمیرستونزې او نیمګړتیاوې لري، خو موږ یې د اصلاح او په ښایسته سالارۍ د جوړېدو غوښتونکي یو. 

موږ د دولت د مخالفې  هېڅ کومې جبهې او اپوزیسیون ملاتړ نه کوواو په هېواد کې د سولې او امنیت راوستل، په شته شرایطو کې یوه اساسي اړتیا بولو او په دې اړوند د دولت هڅې ستایو. 

موږ د پارلماني ټاکنو ډیر ژر غوښتونکي یو او موجوده وضعه د وطن او خلکو په ګټه نه بلو ، موږ د اساسي قانون او د ټاکنو  د قانون تطبیق غوښتونکي یو .

وروسته د افغان ملت ګوند د پخواني مشر او د مؤسسې کنګرې غړي دوکتور محمد امین واکمن په مشرﺉ له ګوند څخه د جلا شوې ډلې پیغام ولوستل شو په پیغام کې راغلي وو چې  ګوند باید خپلو اساسي کرښو ته وروګرځول شي او د یوې لیکلې اعلامې په لاسلیکولو سره یې اعلان وکړ چې وروسته له دې به دواړه اړخه د واحدو تشکیلاتو په لرلو سره د پوهاند دوکتور عبدالقیوم عارف په مشرﺉ ګډه مبارزه کوي ،او د ګوند د اساسنامې پر بنسټ دوکتور محمد امین واکمن به د ګوند افتخاري مشر وي .

ورپسې د افغان ملت ګوند د موسسې کنګرې غړي استاد قیام الدین خادمزوی ښاغلي روښاان  خادم  چې درېنیمې لسیزې له ګوند څخه فاصله نيولې وه وينا و کړه ښاغلى خادم د ګوند په جوړښت ارزښناکه خبرې وکړې او د ګوند د پنځوسمې کليزې د مباركۍ تر څنګه یې د ګوند پر یووالي ټینګار وکړ او خپل ملاتړ یې له موجوده رهبرۍ څخه اعلان کړ. 

وروسته د ګوند ویاند ښاغلي عبدالله شېرزي د ګوند په نا خوالو او پخوانۍ رهبرۍ په بې کفایتۍ خبرې وکړې او زیاته یې کړه موږ د ډيرو قربانيو او  روڼ تاريخ  په درلودو سره بيا هم په څو وروستيو کلونو کې ونشوی کړی چې د خپلو کدرونو له انرژۍ او  استعدادونو نه د ګوند په غښتلتيا او د هېواد په سياسي ژوند کې د فعالې ونډې په خاطر لازمه استفاده وکړو ،زموږ پخواني مشرتابه له دغو بحرا نونو نه د وتلو لپاره نه کافي انرژي او نه کوم ټاکلی پلان درلود ؛ د ګوند پخوانيو کدرونو او مشرانو ته يې شا کړې وه ،د ځوان نسل له انرژۍ اواستعدادونونه يې کار  وانشوی خيستلید کارويش او مدرن منجمنت ارزښت او ضرورت ته اصلا  متوجه نه ول .

د نوموړي په وینا د هېواد له ملي ګټو نه دفاع او ساتنه زموږ تاريخي مسووليت دی. زموږ تير ګوندي رهبرۍ ونشوای کولای چې دغه ستر ملي رسالت  تر سره کړي ،نو ځکه مو و پتيېله  چې په ګوند کې د جوړښت او پرسونل له پلوه بنسټيز بدلون رامنځته کړو او ګوند په يوه اغيزمنه او مدرنه سياسي مؤسسه بدل کړو.

وروسته بیا د ارواښاد عبدالجلیل وجدي زوی دوکتور حبیب الله وجدي خبرې وکړې او په ګوند کې یې په اصولیت ټینګار وکړ ،او زیاته یې کړه چې پخوانۍ رهبرۍ د خپل سریو له امله ډیرو ګوندي کدري غړو ګوند پریښود. او په دې خوښي څرګنده کړه چې نن ټول هغه خفه شوي ګوندي وروڼه بیرته په یوه ټغر د پوهاند عبدالقیوم عارف په مشرﺉ سره را ټول شوي دي.

غونډه د ګوند د سیاسي کمېسیون مشر ښاغلي دوکتور رحیم پښتونیار له خوا و ارزول شوه او یاده غونډه یې د ګوند د وحدت غونډه وبلله او له ګوند څخه د بیلابیلو جلا شوو څانګو له یو خای کیدو څخه یې خوښي وښوده ، ډاډ یې ورکړ چې وروسته له دې به ټول د ښاغلي  پوهاند عبدالقیوم عارف په مشرۍ د  واحد ګوند تر چتر لاندې مبارزه کوي.