کور / تازه خبرونه / د وړتیاؤ لوړولو پروګرام د مشرتابه کمیټې ناسته جوړه شوه

د وړتیاؤ لوړولو پروګرام د مشرتابه کمیټې ناسته جوړه شوه

د پایلو له پاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) د مشرتابه پلاويدر ویشتمه ناسته د د کب د میاشتې په ۲۲ مه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.د ماليې وزارت

په دغه ناسته کې د کرنې، کار او ټولنیزو چارو، کانونو، عامې روغتیا او اقتصاد وزیرانو او د چارو ادارې او ملکې خدماتو کمیسیون استازوګډون کړی وو. 

دوی د ګمارنې پر شرایطو، د دندو لایحو، د استخدام په پروسه کې پر ستونزو، وړاندیز شویو تعدیلاتو او نورو مواردو په اړه خبرې وکړې.

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي ددې پروسې له لارې د ګمارنې پر چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: "د اداري اصلاحاتو کمیسیون باید له نورو ادارو سره په همغږۍ کار وکړي چې دغه پروګرام په ډیر ښه توګه پلی شي. "

د وړتیاؤ لوړولو پروګرام رئیس ښاغلي نجیب الله وردګ ددې پروګرام د پلې کیدو په تړاؤ یو معلوماتي پریزنتیشن وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې د پایلو له پاره د کاري وړتیاؤ لوړولو پروګرم د مشرتابه پلاوي تشکیل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د حکم پر اساس رامنځ ته شوی چې په دولتي ادارو کې ددې پروګرام له لارې د متخصصو او تجربه کارو کارکوونکو د ګمارنې، روڼتیا او د اصلاحاتو د راوستو او د اساسي پلانونو د پلې کیدو په برخه کې منظمه څارنه او نظارت وکړي.