کور / تازه خبرونه / سوداګر: ګمرک رياست دي بولدک ولسوالۍ ته نه انتقاليږي

سوداګر: ګمرک رياست دي بولدک ولسوالۍ ته نه انتقاليږي

يو شمېر سوداګرو له کندهار والي څخه وغوښتل چي د دغه ولايت ګمرک رياست دي بولدک ولسوالۍ ته نه انتقاليږي.

د کندهار يو شمېر سوداګرو نن سهار د سوداګرۍ خوني د مرستيال انجنېر عبدالباقي بنا په ملتيا له کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره وکتل. سوداګرو وويل ماليې وزارت پلان لري چي د کندهار ګمرک رياست بولدک ولسوالۍ ته انتقال کړي او همالته له وارداتو ګمرکي ماليات واخلي. خو د کندهار سوداګر وايي که ګمرک رياست بولدک ولسوالۍ ته انتقال سي، دوی به نه يوازي له امنيتي ستونزي سره مخ سي، بلکي له تګ راتګ، قيمت ګذراۍ او ګڼو نورو مشکلاتو سره به لاس او ګرېوان سي.Kandahar cstum

د سوداګرۍ خوني مرستيال عبدالباقي بنا وويل اصول دا ايجابوي چي رياستونه په ولايت کي واوسي، نه په ولسواليو او ليرو پرتو سيمو کي. هغه زياته کړه د کندهار د سوداګرو غوښتنه دا ده چي ګمرک رياست بايد په کندهار ښار کي واوسي او دوی دغلته ماليات ورکړي، تر څو له امنيتي، ټرانسپورټي او نورو ستونزو سره مخ نه سي. 

يوه بل سوداګر وويل چي د سېلو په سیمه کي له دوی څخه د موټر پر سر ۱۰ زره افغانۍ بې موجبه اخيستل کيږي او هيڅ قانوني بڼه نه لري. د کندهار يوه بل سوداګر بيا وويل ګمرک رياست د ځينو اجناسو قيمتونه نه لري او دوی ته ويل کيږي چي بايد د دغه ډول اجناسو قيمت ګذاري په کابل کي وسي، حال دا چي کابل ته تګ نه يوازي د دوی په کارونو کي ځنډ رامنځته کوي، بلکي په مرکز کي له ډول-ډول ستونزو سره مخ کيږي. هغه غوښتنه وکړه چي قيمت ګذاري بايد په ولايت کي وسي او دوی اړ نه کړل سي چي کابل ته ولاړ سي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د سوداګرو ستونزو ته په کتلو وويل سوداګر د هيواد په رغونه کي ډېر رول لري، په کار دا ده چي دوی ته د ستونزو زېږولو پر ځای د دوی مشکلات حل سي. هغه زیاته کړه د ګمرک رياست انتقال بولدک ولسوالۍ ته د سوداګرو په وړاندي د امنيتي تهديد تر څنګ نوري ستونزي هم پېښوي، خو ټينګار يې وکړ چي سوداګر بايد د ګمرک رياست مامورينو ته له رشوت ورکولو ډډه وکړي، تر څو د سوداګرو په مرسته په ګمرک ریاست کي د فساد ريښي ختمي کړي.

نوموړي وويل دامهال يې د ګمرک ۳ مامورين د رشوت اخيستلو په تور بنديان کړي دي، خو د مامورينو په رشوت اخيستلو کي سوداګر هم لاس لري چي بايد په کلکه يې مخنيوی وسي. د کندهار والي د ګمرک رئيس ته سپارښتنه وکړه چي ټولو سوداګرو ته د ګمرکاتو قانون ورکړي او د قيمت ګذارۍ لپاره سوداګر اړ نه کړي چي د عادي مسايلو د هواري لپاره کابل ته ولاړ سي.

د کندهار والي د ګمرک رئيس ته سپارښتنه وکړه چي د سېلو موضوع جدي وڅېړي او د هغو اشخاصو مخه ونيسي چي له موټرونو ناقانونه پيسې اخلي. د ګمرک رئيس صالح محمد نېکزاد وويل چي دغه رياست په سېلو کي هيڅ څانګه نه لري او نه د دوی مامورين له چا پيسې اخلي، د ځينو غيرمسوولو کسانو ادعا سته چي له موټرانو پيسې اخلي، خو دوی به دا موضوع جدي وڅېړي.