کور / تازه خبرونه / پيښور کې یو افغان سوداګر وژل شوی

پيښور کې یو افغان سوداګر وژل شوی

پېښور: دپژواک د خبرله مخې په پېښور ښار کې یو افغان سوداګر د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.د پېښور ښار پولیسو ویلي، چې د ګل محمد په نامه ددغه افغان سوداګر مړی د یوه ځایي هوټل له خونې څخه موندل شوی دی، چې زندۍ شوی و.سرچینو ویلی، چې دافغان سوداگر د افغانستان د خوست ولایت اوسیدونکې و او د قیمتي ډبرو کاروبار یې کولوپولیسو ویلي، د پلټنو پر مهال معلومه شوه، چې دوه کسان د ده خونې ته ورځي، له هغه سره څه وخت تیروي او بیا بیرته ترې ځي.د پولیسو په پلټنو کې معلومه شوې، چې همدغه کسان د ګل محمد په وژلو کې لاس لري او په اړه يې پلټنې روانې دي