کور / تازه خبرونه / د کابل ـ کندهار پر لویه لار د امنیتي پوستو د سقوط پلان شنډ سو

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د امنیتي پوستو د سقوط پلان شنډ سو

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د امنیتي پوستو د سقوط  پلان شنډ سو د زابل امنیتي مسوولان وایي چې پدغه ولایت کې هم وسله والو مخالفانو پلان درلود چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار امنیتي پوستې سقوط کړې.

د زابل د پولیسو د عملیاتي کنډک قوماندان محمد اصف توخی ادعا کوي، چې د وسله والو د دغه ګواښ د له منځه وړو پر مهال لس تنه وسله وال وژل سوي او ګڼ شمېر نورو ټپي سوي دي.

په همدې حال کې د زابل ولایتي شورا بیا د لویو لارو پر امنیت سربېره د ولسوالیو امنیت هم د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غوښتنه کوي چې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي

خبریال : صدیق الله پوپل کندهار