کور / تازه خبرونه / د هلمند نوزاد کې د طالبانو یو بل زندان مات سوی

د هلمند نوزاد کې د طالبانو یو بل زندان مات سوی

دکندهار ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار لراوبرډاټ کام ته وویل، دا پوځي عملیات د ۲۰۵ اتل قول اوردو اړوند افغان ځانګړو ځواکونو د نړیوالو قواو په ملاتړ د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په لوړ نوزاد ولسوالۍ کې نن سهار وختي تر سره کړي دي په پایله کې ۶۲ تنه چې د یو تن پرته نور ټول ملکي وګړي دي ازاد سوي دي.

جنرال وفادار وويل، چې د زندان د ماتولو په عملیاتو کې ۳ تنه هغه وسله وال طالبان چې د دغه زندان ساتنه يې کول ، وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان سوي هم دي.

په وژل شوو طالبانو کې د دغه زندان د طالبانو قوماندان مولوي ګل احمد هم شامل دی.

جنرال وفادار وویل، په خوشې شویو ۶۲ زندانیانو کې يې یوازي یو تن سیمه ایز پوليس او پاتې نور ټول ولسي وګړي دي چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ، حقوقي دعوو او په ځینو نورو تورنو په خپل زندان کې اچولي وو.

چارواکي وايي، د نظامي عملیاتو پر مهال يې د دغه زندان ۱۲ عرادې موټرسائکل او ۸ کړۍ په لاس جوړ شوي ماینونه هم له منځه وړي دي.

خوشې سوي کسان د کندهار او هلمند ولایتونو اصلي اوسیدونکي دي چې دم ګړۍ د ۲۰۵ اتل قول اوردو په قرارګاه کې تر درملنې لاندې دي.تر اوسه خپله وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې

صدیق الله پوپل کندهار

11226039_902541119800821_3927536444231405013_n