کور / سياسي / د حکومت او حزب اسلامي د موافقه ليک مسوده

د حکومت او حزب اسلامي د موافقه ليک مسوده

د حزب اسلامي د استازو او د سولې د شورا له خوا چمتو شوی روغه‌ليک چې هېوادمشر غني يې له متن او منځپانګې سره هو کړې خو د ښاغلي حکمتيار دريځ لا څرګند نه دی. 

"لومړنى فصل
لومړۍ ماده:

دواړه لوري په الله تعالی او د اسلام مقدس دین ته په بشپړ باور سره بې قید او شرطه د دغه دین پیروي خپل نصب العین بولي.
دویمه ماده:

هماغسې چې د افغانستان اساسي قانون لارښوونه کوي دواړه لوري هوکړه کوي، چې د افغانستان دین به د اسلام سپیڅلی دین وي او داسې هېڅ قانون به په افغانستان کې نه وي، چې له اسلامي احکامو او معتقداتو سره په ټکر کې وي.
دریېمه ماده:

دواړه لوري په دې باور دي، چې د افغانستان ټول وګړي د قانون پر وړاندې حق او مسوولیت لري، یو موټی افغانستان د ټولو د ټولو قومونو ګډ کور دی او ملي حاکمیت د ولس حق دی، چې په مستقیم ډول او یا د استازو له لارې یې عملي کوي.
څلورمه ماده:

دواړه لوري د ملي حاکمیت او د هېواد لوړو ګټو تامین لپاره د موافقو پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي، دواړه لوري په دې باور دي، چې افغانان کولای شي د دغه وحدت او همغږي له لارې د جګړې بحران کابو او له ننګونو سره مبارزه وکړي.
دويم فصل

د دواړو لوریو ژمنې

لومړی: د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنې:
پنځمه ماده:

د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د دغې هوکړې لاسلیک سره به د ملګرو ملتونو، هېوادونو او اړوند ادارو سره په تماس د جګړې پای ته رسیدو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره د اسلامي حزب پر مشر او غړو د لګیدلو بندیزونو لرې کولو لپاره رسماَ غوښتنه پیلوي. افغان حکومت مکلف دی په ممکن لږ وخت کې د دغو بندیزونو لرې کولو لپاره اقدامات وکړي.
شپږمه ماده:

د هوکړې له لاسلیک سره سم افغان حکومت رسماً اعلان کوي، چې د اسلامي حزب محترم مشر او غړي د هېواد په هر ګوټ کې یې چې غواړي په ازادانه ډول اوسیدای شي او حکومت به ورته زمینه برابروي.
اوومه ماده:

افغان حکومت ژمنه کوي، چې رسماً اعلان وکړي چې اسلامي حزب د هېواد له نافذه قوانینو سره سم د اسلامي حزب سیاسي او ټولنیز فعالیتونه په رسمیت پيژني. اسلامي حزب کولای شي د ولسمشرۍ، پارلماني، ولایتي ولسوالیو او ښاروالیو په ټاکنو کې برخه واخلي.
اتمه ماده:

حکومت ژمنه کوي، چې د سیاسي او مدني مرکزونو سره په مشوره د ټاکنیز نورې اصلاح لپاره اقدامات وکړي او طرحې وړاندې کړي او دغه راز د ټاکنیز نظام په اصلاح کې د اسلامي حزب ونډې ته زمینه برابره کړي.
نهمه ماده:

جهادي مشر ګلبدین حکمتیار ته به د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ځانګړى درناوی کېږي او په دې لړ کې به د پروټوکول چارو څرنګوالي پرېکړه به د افغانستان سولې شورا او اسلامي حزب د پلاوي په مشوره کېږي.
لسمه ماده:

د اسلامي حزب رهبري کولای شي د استوګنې لپاره افغانستان کې دوه یا درې مناسب ځایونه وټاکي او حکومت به یې د امنیت او معقول لګښت چارې تر سره کوي.
یولسمه ماده:

حکومت به د دغې هوکړې سره سم په تېر کې د سیاسي او نظامي اقداماتو په لړ کې د اسلامي حزب مشر او غړو د قضايي خوندیتوب تضمین کوي.

دغه راز به حکومت د اسلامي حزب هغه زندانیان، چې پر نوملړ یې هوکړه شوې او په جنايي جرمونو کې ښکېل نه دي په ممکنه ژر فرصت کې، چې تر دریو میاشتو ډېر نه وي خوشي کوي. اسلامي حزب ژمنه کوي، چې خوشي شوي کسان به یې بېرته د حکومت پر وړاندې د جګړې ډګر ته نه ځي او نه به هم کومې غیرقانوني یا ترهګرې وسله والې ډلې سره یو ځای کېږي.
دوولسمه ماده:

د ټیکاو لپاره او د ملی وحدت حکومت او اسلامي حزب تر منځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت رهبري ژمنه کوي، چې د مهمو دولتي او هېوادني سیاستونو تنظیم لپاره د اسلامي حزب مشرتابه ته په مشورتي بهیر کې ځای ورکوي.
دیارلسمه ماده:

د افغانستان حکومت ځان موظف بولي، چې په دولتي مرکزونو کې د اسلامي حزب شتون او ګډون ته له قانون سره سمه زمینه برابره کړي. دغه چاره به د سولې عالي شورا او اسلامي حزب د پلاوي تر منځ په مشوره تر سره کېږي.
څوارلسمه ماده:

د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د اسلامي حزب په شرایطو برابر کسان او قومندانان، چې لیوالتیا ولري د هېواد په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې جذبوي.
پنځلسمه ماده:

د اسلامي حزب هغه اړوند دولتي کارکونکي به له قانون سره سم بېرته پر خپلو دندو ګومارل کېږي، چې مستند ثبوتونه وړاندې کړي.
شپاړلسمه ماده:

د افغانستان اسلامي دولت ژمنه کوي، چې د نصرت مینې پنډغالي ستونزو هواري په ګډون به په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته هېواد ته ستنېدو او د کابل په ګډون د هېواد په لر او بر کې د بیا مېشت کېدو لپاره زمینه برابروي، چې هغوی په خپله خوښه او درناوي سره هېواد ته ستانه شي.
اوولسمه ماده:

د دغې هوکړې له مخې به په بهر کې د اسلامي حزب د مېشتو اسلامي حزب غړو ستنیدو لپاره زمینه برابریږي.
اتلسمه ماده

د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي حکومت له لوري د دغې هوکړې له رسمي اعلانه وروسته به اسلامي حزب رسماً اعلان کوي، چې د هېواد لوړو ګټو، جګړې ختمولو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره به اسلامي حزب د مهم سیاسي ګوند په توګه فعالیت کوي، د هېواد اساسي قانون به مني او تلپاتي اوربند ته به غاړه ږدي، هر ډول نظامي کړنې به پریږدي او خپل وسله وال تشکیلات به له منځه وړي. هغه زندانیان چې له اسلامي حزب سره دي په ممکن لږ وخت کې به یې د افغانستان حکومت ته سپاري.
نولسمه ماده:

اسلامي حزب ژمن دی، چې د دغې هوکړې له اعلانه وروسته به اسلامي حزب اعلان کوي، چې له هېڅ یوې ترهګرې یا غیرقانوني وسله والې ډلې سره کومه اړیکه نه لري او نه یې هم ملاتړ کوي.
شلمه ماده:

اسلامي حزب ژمنه کوي، چې په هېواد کې له تلپاتې سولې د دفاع لپاره به د هېواد په هر ګوټ کې د یوه رسمي سیاسي ګوند په توګه له دولت سره په ګډه کار وکړي او دفترونه پرانیزي.
یوویشتمه ماده:

اسلامي حزب په بشپړه چمتو دی، چې د خپل تاریخي او او دیني مسوولیت له مخې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو راتلو لپاره هڅه او هاند وکړي او دې لړ کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.
دوویشتمه ماده:

دغه هوکړه د سولي عالي شورا په مدیریت او منځګړیتوب د لاسلیک له نېټې وروسته د افغانستان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د یوه معتبر سند حیثیت لري او د اجرا وړ ده.
درویشتمه ماده:

د دغې هوکړې څارنې او پلي کېدو لپاره د دواړو لوریو د صلاحیت لرونکو استازو یو ګډو کمېسیون پر تشکیل هوکړه شوې.
څلرویشتمه ماده:

په هوکړه کې د هر ډول اختلاف رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري د دوستانه مشورو او حسن نیت پر بنسټ د ګډ کمېسیون له لارې، چې د سولې عالي شورا به یې مدیریت کوي، حل کوي.
پنځه ویشتمه ماده:

دغه هوکړه په دریو برخو او پنځه ویشتو مادو کې په ( ) نېټه د دواړو لوریو لخوا لاسلیک شوه."

ـ سرچينه: بي‌بي‌سي

تبصرې پرانیستي‌

  1. !!!ځان او ايمان یې خرڅ که ،حزبي اسلامي هروخت دقدرت په تلاش  کې وو او دادی اوس اشغال قبلوي او قدرت ګټي