کور / تازه خبرونه / د ۳۵ ماشومانو پلار ولي لا زیات ماشومان غواړي؟

د ۳۵ ماشومانو پلار ولي لا زیات ماشومان غواړي؟

Interview_Haji_Jan_Mohammad_Khan_Khilji

د مرکې کوربه: احمدولي اڅکزی
د مرکې مېلمه: سردار جان محمد خان خلجی

ډاکټر صاحب سردار حاجي جان محمد خان خلجی ماشالله ۳۵ اولادونه لري چي ۱۴ يې هلکان او ۲۱ يې انجوني دي. هغه وايي چي لوی ارمان يې دا دی چي الله يې د بچيانو شمېر تر سلو او يونيم سلو پوري ورسوي.
خو دغه محترم چي درې مېرمني لري او د څلورمې نکاح هيله مند دی، دغه لويه کورنۍ څنګه چلوي؟ ايا هغه صرف د خپلو ماشومانو د نس د مړېدو غم خوري او که يې ښوونځيو ته هم لېږي؟ هغه ولي غواړي چي لا زيات اولادونه او څلورمه مېرمنه هم ولري؟ تر يوې څخه د زياتو مېرمنو تر منځ عدل او انصاف څنګه کوي؟ د هغه د څلورمي نکاح د ارمان په هکله د هغه ماشومان او درې مخکنۍ مېرمني څه وايي؟
جوابونه يې په دغه ږغيزه مرکه کي اورېدلای سئ:

________________________________

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه

تبصرې پرانیستي‌

  1. الله(جل جلاله له) په قرآنکریم کې یعنی د دولسمې سپارې پیل کې ویلي دي (وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) او نشته دی په ځمکې کې هېڅ ژوندی؛ مګر چې د هغه رزق الله(جل جلاله) ور رسوي یعنی روزي د الله(جل جلاله) په ذمه ده او غاړه ده او پوی دی په ځای د اوسېدو د هغوی او ځای د ستنېدویو د دوی، دا ټول په مبین کتاب  کې دي.

    معنی دا چې نهګ ته الله(جل جلاله) په بحر کې رزق ورسوي وحشي حینواناتو ته یې په دشتو غرونو او رغنو کې روسي نو او همدا شان نورو غټو او وړو ژوو ته الله(جل جلاله) روزي ورسوي نو انسان ته خو یې خوامخوا ورسوي او الله(جل جلاله) دې نوموړي نور همت هم ورکړي او همدا شان الله(جل جلاله) همتي انسان خوښوي